امریکادي د ایران په ضد مالی بندیزونه لغوه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88735-امریکادي_د_ایران_په_ضد_مالی_بندیزونه_لغوه_کړي
سنډرز روښانه کړې امریکائي بندیزونه باید په ایران کې دانساني غمیزې درامینځةکیدا لامل نشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2020 03:11 Asia/Kabul
  • امریکادي د ایران په ضد مالی بندیزونه لغوه کړي

سنډرز روښانه کړې امریکائي بندیزونه باید په ایران کې دانساني غمیزې درامینځةکیدا لامل نشي .

ایرنا خبری آژانس  هم راپور ورکړی ،  د امریکا د ډيموکراټانو  له  خوا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې احتمالی کاندید برني سنډرز هم پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،دامریکا حکومت دې  د مالی بندیزونو پشمول هر ډول هغه بندیزونه چې  له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د ایران  توانمنیو ته  تاوان رسوي ،  لغوه کړي .سنډرز روښانه کړې امریکائي بندیزونه باید په ایران کې دانساني غمیزې  درامینځةکیدا لامل نشي .

 داپه داسې حال کې دي چې له کرونا ویروس سره  دمقابلې لپاره د چین مرستې هماغه راز دوام لري او پرون هم دچین  د بیجینګ ښاروال چن جینینګ د تهران  ښاروال پیروز حناچي ته  دیوه لیک په رالیږلو سره په بیلابیلو ډګرونو کې  په تیره بیا  له کرونا ویروس  خوریدا سره دمقابلې  په خاطر د روغتیائی  آلو او تجهیزاتو پشمول  دیرش ټنه شیانو د لیږدولو خبر ورکړی دی .  له دې مخکې د چین د حکومت او ملت له خوا  د ایران  ملت او حکومت سره د مرستې  دیارلس سترې جوپې   رالیږل شوي دي  او  وئیلي ئې دي چې  له کرونا ویروس  له خوریدا سره  د مقابلې  به ایران ته نوره مرستې  هم ولیږدوي .