د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د حکومت د یواړخیزه او د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو لپاره د پاکستان د حکومت د هڅې قدرونه وکړه .
جواد ظریف پرون د پاکستان د باندنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په ټيلي فوني تماس کښې دغه راز د کورونا وایروس له خپریدا سره په مبارزې کښې له تهران سره د اسلام اباد د پیوستون په یادونې سره له دغه وژونکي وایروس سره په مبارزې کښې د سیمې د هیوادونو د کړچار په هکله د نظرتبادله وکړه .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د ختمیدا په زمینه کښې د اسلام اباد د حکومت لخوا د ترسره شویو هڅو په بیانولو سره د پاکستان زیارتوالو ته د درملنې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره په ایران کښې د کورونا وایروس د کمیټۍ د فیصلې قدرونه وکړه .