امریکا د ایران پرخلاف روغتیایې ترهګرۍ پیل کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88981-امریکا_د_ایران_پرخلاف_روغتیایې_ترهګرۍ_پیل_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران د ملت پرضد د امریکا د هراړخیزه او بې مخینې جنګ په بیانولو سره د واشنګټن د غیر قانوني او د غیر اخلاقي بایکاټونو په بندیدا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2020 01:24 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران پرخلاف روغتیایې ترهګرۍ پیل کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران د ملت پرضد د امریکا د هراړخیزه او بې مخینې جنګ په بیانولو سره د واشنګټن د غیر قانوني او د غیر اخلاقي بایکاټونو په بندیدا ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل د کورونا وایروس دخپریدا په درشل کښې امریکا له ورانکارۍ او انسان وژنې وراهاخوا تللي ده او د ایران د خلکو پرضد یې اقتصادي جنګ ، اقتصادي ترهګرۍ او روغتیایې ترهګرۍ پیل کړي ده .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې د امریکا دغه اقدام حتی د جنګ په ډګر کښې له روا اقداماتو ورهاخوا دی ځینو هیوادونو ته په وینا کښې وویل په جنګي جنایتونو کښې مرسته کول او د امریکا د غیر قانوني او د غیر اخلاقي بایکاټونو پیروۍ بنده کړئ .