د ایران ولس د کرونا په امتحان کښې ښه وځلید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89207-د_ایران_ولس_د_کرونا_په_امتحان_کښې_ښه_وځلید
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کرونا موضوع د حکومتونو او ولسونو لپاره یو ازمیښت وباله او زیاته یې کړه: د ایران ولس د کرونا د عمومي ناروغۍ او ماډرن وبا په امتحان کښې ښه وځلیده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2020 10:09 Asia/Kabul
  • د ایران ولس د کرونا په امتحان کښې ښه وځلید

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کرونا موضوع د حکومتونو او ولسونو لپاره یو ازمیښت وباله او زیاته یې کړه: د ایران ولس د کرونا د عمومي ناروغۍ او ماډرن وبا په امتحان کښې ښه وځلیده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کرونا موضوع د حکومتونو او ولسونو لپاره یو ازمیښت وباله او زیاته یې کړه: د ایران ولس د کرونا د عمومي ناروغۍ او ماډرن وبا په امتحان کښې ښه وځلیده.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د شوقدر یا برات د پنځلسمې نیټې په مناسبت خپله وینا کښې په دې خبرې سره چې د درملیز یونټ د کار سترتوب او د ډاکټرانو او نرسانو په شمول د هغوي د سرشیندنې ارزښت ډیر زیات دی، وویل: دوي خپله سلامتیا او ژوند د خلکو خدمت ته وړاندې کړ او د طبي ټولنې دا یادونه به د ولس په ذهنونو کښې د یو ښه یادګار په توګه پاتې شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر دې ته په اشارې سره چې د طبي ټولنې ترڅنګ هغه رضاکاران هم وو چې د طبي ټولنې غړې نه وو. طلّابو، محصلینو او زرګونو بسیجیانو او د مختلفو پرګنو عامه خلکو داسې ارزښتناک خدمات وړاندې کړل چې په له صفته لوړ دي، زیاته کړه: د دوې ترڅنګ وسله والو ځواکونو حتی په علمي برخې او د روغتیايي او درملیزو امکاناتو په جوړولو او تولید کښې خپل ټول توان وکاروه.

دوي په دې خبرې سره چې غربي کلتور او تمدن خپل محصول او نتیجه په روان کړکیچ کښې وښودله، څرګنده کړه: دا چې یو حکومت د یو بل حکومت ماسکونه او دستانې په لاره کښې مصادره کړي او خپل هیواد ته یې یوسي، دا کار وشه، یا خلک هره ورځ په ډیر لږ وخت کښې پلورنځي تش کړي او د لازیاتو شیانو د ترلاسه کولو لالچ وکړي او دکانونه خالي شي، دا د دنیا ټیلیویژنونو وښودل، یا ځینې کسان د ټوایلټ پیپرز په سر په جنګ شي او یا هم د وسلو د اخیستو لپاره په اوږدو قطارونو کښې ودریږي او یا ناروغان په ددو ډلو وویشي او د بوډاګانو درملنه ونه کړي، دا هغه کارونه دي چې (هلته) پیښ شوې دي.