د پیسو نړیوال صندوق باید په خپلو ژمنو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89215-د_پیسو_نړیوال_صندوق_باید_په_خپلو_ژمنو_عمل_وکړي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د مرکزي بانک له مشر عبدالناصر همتي سره په ټیلي فوني خبرو کښې د پیسو له نړیوال صندوق ایي ایم ایف څخه د پور د اخیستلو د بهیر په هکله د راپور د ترلاسه کولو په ترڅ کښې د ایران او د نورو هیوادونو ترمینځ د هرډول توپیر په ختمیدا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 10, 2020 04:04 Asia/Kabul
  • د پیسو نړیوال صندوق باید په خپلو ژمنو عمل وکړي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د مرکزي بانک له مشر عبدالناصر همتي سره په ټیلي فوني خبرو کښې د پیسو له نړیوال صندوق ایي ایم ایف څخه د پور د اخیستلو د بهیر په هکله د راپور د ترلاسه کولو په ترڅ کښې د ایران او د نورو هیوادونو ترمینځ د هرډول توپیر په ختمیدا ټینګار وکړ .

حسن روحاني وویل د پیسو نړیوال صندوق باید د ایران دملت د دښمانانو له شیطنتونو څخه له اغیزمنیدا پرته د نړیوالو ژمنو په هکله په خپلې دندې عمل وکړي .

د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم ترسره شوي اقدامات بیان کړل او ویې ویل د پور د اخیستلو لپاره د ایران غوښتنه د پیسو د نړیوال صندوق په اجرايي  پلاوي کښې د مطرح کیدا په پړاو کښې ده  .