د ایران پرضد بایکاټونه د بشري حقوقو خلاف ورزۍ ده
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د کابینې په غونډې کښې د امریکا د بایکاټونو دوام چې عملا درمل او خوراکي شیان پکښې شامل دي د بشر د لومړیو حقوقو ترټولو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
حسن روحاني د کابینې په غونډې کښې ټینګار وکړ د ایران پرضد د امریکا د درملیزو او د خوراکي شیانو بایکاټونه د روغتیايي او د خوراکي ترهګرۍ ورایښت دی .
د ایران پرضد د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونه چې اساسي شیان او حتی درمل او طبي تجهیزات پکښې شامل دي د ایران د خلکو په تیره بیا د کورونا ناروغانو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي .
د ایران د خلکو له دغو ستونزو سره سره د امریکا چارواکي هماغه راز د تهران پرضد د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې د بندیز د کړچار په دوام ټینګار لري او په پرله پسې ډول د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد نوي بندیزونه اعمالوي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف څه موده مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش ته په یوه(۱) لیک کښې د تهران پرضد د امریکا د ټولو یواړخیزه او د غیر قانوني بایکاټونو د ختمیدا په ضرورت ټینګار سره ویلي وو د ایران د سلامتیا د نظام له علمي وس سره سره د امریکا بایکاټونه او د طبي تجهیزاتو او د درملو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره د امریکا وارمخکې شرطونو په ایران کښې د کورونا وایروس له خپریدا سره د مبارزې لپاره هڅې له جدي خنډونو سره مخ کړي دي .