بندیزونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍپنځمه ستنې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89294-بندیزونه_د_کوویډ_۱۹_ناروغۍپنځمه_ستنې_ده
د ایران نمایندګۍ دې ته په اشارې سره چې د درستو بندیزونو سملاسي ختمول ، د درست بشریّت په ګټه او یو ضرورت دی،ټينګار کړی ، د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د پراختیا په نتیجې کې د حالاتو د لاترینګلتیا د مخنیوي لپاره ،نړیواله ټولنه باید د نړۍ د درستو ښاریزو د ژوند او سلامتیا ته د تاوان رسولو لپاره د غیر انساني او غیر قانوني بندیزونو اوسزاګانو د دوام استفادې ته اجازت ورنکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 10:22 Asia/Kabul
  • بندیزونه د کوویډ-۱۹ ناروغۍپنځمه ستنې ده

د ایران نمایندګۍ دې ته په اشارې سره چې د درستو بندیزونو سملاسي ختمول ، د درست بشریّت په ګټه او یو ضرورت دی،ټينګار کړی ، د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ د پراختیا په نتیجې کې د حالاتو د لاترینګلتیا د مخنیوي لپاره ،نړیواله ټولنه باید د نړۍ د درستو ښاریزو د ژوند او سلامتیا ته د تاوان رسولو لپاره د غیر انساني او غیر قانوني بندیزونو اوسزاګانو د دوام استفادې ته اجازت ورنکړي .

زمونږخبریال راپورراکړ  په ملګروملتو کې د اسلامی ایران نمائيندګۍ  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره بندیونه ،د  کوویډ-۱۹ ناروغۍ پنځمه ستنې بللې او  وئيلي  ئې دي ،  هر هغه عمل چې  له بحران سره د مقابلې لپاره د یوه ملت توانمني  محدودوي ، له خوریدونکي بلا سره د نړیوالې  مبارزې د کمزوري کیدا او ددغې ناروغۍ د پراختیا لامل کیږي .

  په دغې اعلامیې کې  له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د نړۍ  د درستو هیوادونو  هلوځلو ته په اشارې سره  روښانه شوې ده ، په  داسې څال کې چې  ایران  د کرونا ناروغۍ تر ټولو بده خوریدا تجروبه کوي ، دامریکا بندیزونه ، ډير زیات  د ناروغانو د پيژندنې او دهغو ددرملنې  او همداراز د خوریدونکي بلا د پراختیا   داغیز شیندونکي مخنیوي  خنډ کیږي .

 په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ  په دغه راپور کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکائي  چارواکي د بندیزونو د غیر قانوني او غیر اخلاقي بنریزونو له بې شرمۍ څخه د تښتې لپاره هماغه راز ادعا کوي ،چې طبي او انسان دوستۍ مرستې  او اړتیاوې  له سزاګانو او بندیزونو  معاف دي ، روښانه کړې ده .د امریکا د خزانې وزارت ، دفرورۍ په ۲۷نیټه  په ډ ير زیات هائ هوئ سره دسویس د انسان دوستۍ تجارت موافقه  نهائي کړې او اجازت ئې ورکړی ، چې له ایران سره د بشردوستۍ ځينی معاملات  ترسره شي ، په عین حال کې  دغه  ډير وړوکی چینل  په اوسنیو شرائطو کې  د ایران له  انسان دوستۍ اړتیاؤ سره  هیڅ سمون  نه خوري .

 په دغې اعلامیې کې همدرااز په دې په ټينګار سره چې  د سویس ټاکل شوي بانک ته له هیواده  په بهر کې د ایران تړل شوو زیرمو دمنتقلولو ډير سخت یا ناممکن ماهیّت ، ددغه سسټة د ناکارندوالي  لامل کیږي .

یادونه کیږي،په همدا وروستیو کې  هم د امریکا د غیرقانوني دباؤنو په دلیل  له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د درملو او طبی تجهیزاتو څو شرکتونو ایران ته ټرانزیټ  درولی دی .