په اسلامي ایران کښې د کورونا وایروس په کمیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89323-په_اسلامي_ایران_کښې_د_کورونا_وایروس_په_کمیدا_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت د مشر مرستیال ایرج حریرچی پرون په خبري کانفرنس کښې د هیواد په شپاړسو (۱۶) ولایتونو کښې په کورونا وایروس د کسانو د ککړیدا د شمیر د کمیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 15, 2020 04:18 Asia/Kabul
  • په اسلامي ایران کښې د کورونا وایروس په کمیدا دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت د مشر مرستیال ایرج حریرچی پرون په خبري کانفرنس کښې د هیواد په شپاړسو (۱۶) ولایتونو کښې په کورونا وایروس د کسانو د ککړیدا د شمیر د کمیدا خبر ورکړ .

هغه وویل د ایران په پینځویشتو (۲۵) فیصده  ولایتونو کښې په کورونا وایروس د نویو ککړیدونکو کسانو شمیر هره ورځ له صفر څخه تر لسو (۱۰) پورې او په پینځویشت (۲۵) فیصده نورو کښې  هم له لسو (۱۰)څخه تر شلو (۲۰) کسانو پوری دی  .

د ایران د روغتیا وزارت د مشر مرستیال حریرچي په دې خبرې سره چې د لومړي ځل لپاره په تیره یوه(۱) میاشت کښې په ایران کښې د کورونا  وایروس له کبله د مړ کیدونکو کسانو شمیر له سلو (۱۰۰) څخه کم شوی دی وویل په ټول هیواد کښې په دغه ناروغۍ د کسانو د ککړیدا بهیر هم نسبتا کم شوی دی .

د ایران د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کښې تراوسه په کورونا وایروس څلور اویا زره او اته سوه اوه اویا کسان ککړ شوي چې اته څلویښت زره او یوسل نهویشت کسان ترې ښه شوي او له روغتونونو څخه کورونو ته تللي دي .

په ایران کښې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا وایروس له کبله اته نوي نور کسان مړه شوي او تراوسه په هیواد کښې څلور زره او شپږ سوه درې اتیا کسان ددغه ناروغۍ له کبله مړه شوي دي .