امریکا په لوړه سویه کمزوري شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89327-امریکا_په_لوړه_سویه_کمزوري_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د ټولو قواو د قومندان لوړرتبه سلاکار او مرستیال برید جنرال یحیی رحیم صفوی په دې خبرې سره چې امریکا به د خپلو سیالانو د ویرولو او د خپل هیبت د ساتلو لپاره له تیر وخت څخه زیات له رواني او اینټرنیټي جنګ څخه ګټه پورته کړي ټینګار وکړ امریکا په لوړه سویه له کمزورتیا ، انفعال او وروستیدا سره مخامخ ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 15, 2020 05:28 Asia/Kabul
  • امریکا په لوړه سویه کمزوري شوي ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د ټولو قواو د قومندان لوړرتبه سلاکار او مرستیال برید جنرال یحیی رحیم صفوی په دې خبرې سره چې امریکا به د خپلو سیالانو د ویرولو او د خپل هیبت د ساتلو لپاره له تیر وخت څخه زیات له رواني او اینټرنیټي جنګ څخه ګټه پورته کړي ټینګار وکړ امریکا په لوړه سویه له کمزورتیا ، انفعال او وروستیدا سره مخامخ ده .

هغه پرون په سیمه ییزو سیاستونو او نړیوالو معادلاتو باندې د کرونا وایروس په اغیزونو د غور په غونډې کښې ډاګینه کړه امریکا او لویدیځو هیوادونو ترننه پورې خپل معیارونه د نورو هیوادونو او ټولنو لپاره د پراختیا موندنې  د بیلګې په توګه معرفي کول خو کرونا کړکیچ د لویدیځ اپوټه انځور او بل حقیقت ټولو خلکو ته وروښوده .

رحیم صفوي په نړیوال اقتصاد د کورونا وایروس د کړکیچ اغیز ته په اشارې سره وویل په امریکا  کښې د اقتصاد ورانونکو پایلو لومړی لرلید په نولس سوه شلم (۱۹۲۰)میلادي کال کښې د سترې ځوړتیا د تکراریدا ښودنه کوي چې لس (۱۰) کاله یې دوام کړی وو او نړیوال  داخلي ناخالص یې پینځلس (۱۵) فیصده کم کړی وو .

هغه په دې خبرې سره چې امریکا په سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو کښې د خپلو پټانشلونو ساتل په اجنډا کښې لري وویل د امریکا پوځي اوزار د پوځ د قومندانانو د سپارښتنو پراساس د کورونا له کړکیچ څخه د تیریدا لپاره د سولې او د ارامښت شرایطو ته ضرورت لري او  د کورونا وایروس د دوام او د نوي څپې په بڼه کښې به په دغه ستراتیژۍ کښې د امریکا د پوځي اوزار فلج کیدا او بې وسۍ نوره هم پسې ښکاره شي .