ایران د کورونا د تشخیص ډیر کیټونه تولید کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال سورنا ستاري بیګا په ټیلي ويژني مرکې کښې په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د وینې د ازموینې له لارې د کورونا وایروس د تشخیص د کیټونو تولید زیات شوی دی وویل په هیواد کښې هره ورځ یو(۱) میلیون کیټونه تولیدولی شو .
هغه له کورونا وایروس سره د مقابلې په برخه کښې د ایران د پوه بنسټه شرکتونو( knowledge-based company) د بریاو په هکله وویل د روغتونونو د بیلابیلو تجهیزاتو په تولیدولو کښې د پوه بنسټه شرکتونو په هڅې سره نور په دې برخه کښې د تجهیزاتو واردولو ته اړتیا نلرو .
د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال سورنا ستاري په دې خبرې سره چې ایران د پوه بنسټه شرکتونو د تولید شویو محصولاتو د صادرولو توان لري وویل اټکل کیږي چې د ایران پوه بنسټه شرکتونه روان کال پینځه (۵) ډوله انساني واکسین بازار ته وړاندې کړي .
هغه په بایو ټیکنالوژۍ(Biotechnology) برخې کښې د ایران پرمختګونو او ورپسې د درملو تولیدولو ته په اشارې سره وویل د ایران پوه بنسټه شرکتونه توانیدلي دي تراوسه درویشت(۲۳) بایوټیکنالوژیک درمل تولید کړي او ایران په دې حوزې کښې د سیمې په هیوادونو کښې ساری نلري .
په تیرو څو ورځو کښې د امریکا یواړخیزه او ظالمانه بایکاټونو چې اساسي شیان او حتی درمل او طبي تجهیزات هم پکښې شامل دي د ایران د خلکو په تیره بیا د کورونا ناروغانو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي خو له دې سره سره د ایران سائنس پوهان په داخلي توان تکیې سره توانیدلي دي له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د هیواد د ضرورت وړ طبي تجهیزات او شیان تولید کړي .