د اسلامي ایران ولسمشر:
د سیمې د امنیت لپاره د ګاونډي هیوادونو ملګرتیا ضروري ده
د اسلامي ایران ولسمشر په لویدیځې آسیا کښې د د ثبات رامینځته کولو لپاره د کویت د امیر د هلوځلو په قدرونې سره ټینګار وکړ چې د سیمې د امنیت د تامینولو لپاره د ګاونډي هیوادونو ترمینځ له دوستۍ او ملګرتیا پرته بله هیڅ لاره نشته.
ولسمشر حسن روحاني پرون د کویت له امیر شیخ صباح الاحمد جابر الصباح سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې تهران هم هغه شان په سیمه او نړۍ کښې د امنیت او ثبات تامینولو ته تیار دی، څرګنده کړه: له کویته تمه کیږي چې د سیمې د مسائلو او هم داشان د امریکې د ناسمې کړنلارې په هکله دریځنیونه وکړي.
ولسمشر روحاني د ایران او کویت اړیکې ورورولیزې او دوستانه وبللې او زیاته یې کړه: تهران د دې صمیمانه او دوستانه اړیکو پراختیا غواړي.
هغه څرګنده کړه چې تهران له کورونا وایرس سره د مقابل په لړ کښې ښې تجربې ترلاسه کړې دي او د کویت په شمول ملګرو هیوادونو ته د دغو تجربو منتقولو ته چمتو دی.
هغه هم داشان د کویت حکومت او ولس ته وار له واره د روژې د میاشتې د رارسیدو مبارکي وویله.
په دغو ټيلیفوني خبرو کښې د کویت امیر هم (د هرمز د صلحې طرحه) په نوم د سیمې د امنیت د تامینولو لپاره د ایران له خوا د وړاندې شوې طرحې په هرکلي سره وویل: د سیمې ځینو هیوادونه دې عاقلانه کړچار وښايي.
د کویت امیر هم د ایران ولس او حکومت ته د روژې د میاشتې وارمخکښې مبارکي ورکړه.