نړیواله ټولنه دې د امریکې بندیزونو ته غبرګون وښاي
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال د ناروي د خارجه وزارت له قائم مقام سره په ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکې غیرقانوني او غیرانساني بندیزونوته د نړیوالې ټولنې د غبرګون څرګندولو په ضرورت ټینګار وکړ.

سید عباس عراقچي او توره هاترُم پرون مازیګر د دوه اړخیزو اړیکو، د کرونا وایرس نړیوالې خپریدنې او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
عراقچي په دغو خبرواترو کښې د کرونا وایرس نړیوالې خپریدنې او ورسره د مقابلې لپاره د ټولو هیوادونو د ملګرتیا ضرورت ته په اشارې سره، په دې سختو حالاتو کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکې غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو ته اشاره وکړه.
په اوسلو کښې د ایران او ناروی ترمینځ د سیاسي صلاح مشورو د راتلونکي پړاؤ ترسره کیدل، د هرمز د صلحې د نوښت په شمول سیمه ایز بدلونونه، په افغانستان کښې د صلحې او پخلاینې ټینګښت، د عراق وروستي حالات او له یمن سره د انساندوستانه مرستو د دوام ضرورت هغه موضوعات وو چې د ایران او ناروی د خارجه وزارتونو د جګ پوړو چارواکو په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې پرې د نظر تبادله وشوه.