ایران کښې د کرونا کابو ۷۱ زره ناروغان ښه شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89636-ایران_کښې_د_کرونا_کابو_۷۱_زره_ناروغان_ښه_شول
د ایران د روغتیا وزارت نن وویل چې په ټول ایران کښې د تراوسه په کرونا وایرس له ککړو کسانو څخه ۷۰ زره او ۹۳۳ ناروغان ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 11:01 Asia/Kabul
  • ایران کښې د کرونا کابو ۷۱ زره ناروغان ښه شول

د ایران د روغتیا وزارت نن وویل چې په ټول ایران کښې د تراوسه په کرونا وایرس له ککړو کسانو څخه ۷۰ زره او ۹۳۳ ناروغان ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن په ایران کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله خبریالانو ته وویل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۹۹۱ نویو ناروغانو په معلومیدو سره په هیواد کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۹۱ زره او ۴۷۲ کسانو ته رسیدلې دی.

هغه زیاته کړه چې نن پس له ۳۶ ورځو په ایران کښې په ورځنۍ توګه په کوویډ-۱۹ ناروغۍ باندې د اخته شویو کسانو شمیر له زرو کم شوې دی.

جهانپور هم داشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۹۶ کسانو مړینې ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د وفات شویو کسانو ټول شمیر ۵ زره او ۸۰۶ تنو ته رسیدلې دی.

په نړۍ کښې هم په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر له درې میلیونو اوښتې دی چې په کښې لږترلږه ۲ لکه او ۷ زره کسان مړه شوې دي او څه باندې ۸ لکه ۸۳ زره کسانو هم شفا موندلې ده.