د نور سپوږمکۍ توغول د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89643-د_نور_سپوږمکۍ_توغول_د_نړیوالو_پریکړه_لیکونو_خلاف_نه_دي
د ایران د قضائيه قوې مشر د امریکې او د هغو اروپايي هیوادونو ادعا او شورماشور چې د نور په نامه د ایراني سپوږمکۍ فضا ته لیږل له نړیوالو پریکړه لیکونو سره په تضاد کښې بولي، دروغ وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2020 01:11 Asia/Kabul
  • د نور سپوږمکۍ توغول د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف نه دي

د ایران د قضائيه قوې مشر د امریکې او د هغو اروپايي هیوادونو ادعا او شورماشور چې د نور په نامه د ایراني سپوږمکۍ فضا ته لیږل له نړیوالو پریکړه لیکونو سره په تضاد کښې بولي، دروغ وباله.

د ایران د قضائيه قوې مشر د امریکې او د هغو اروپايي هیوادونو ادعا او شورماشور چې د نور په نامه د ایراني سپوږمکۍ فضا ته لیږل له نړیوالو پریکړه لیکونو سره په تضاد کښې بولي، دروغ وباله.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک له خوا فضا ته د نور په نامه سپوږمکۍ له کامیابې لیږدونې وروسته ځینو اروپايي او امریکايي چارواکو د ایران له دې کاره اندیښنه څرګنده کړه او مدعي شول چې ایران د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي کړې ده.

د ایران د قضائیه قوې مشر سید ابراهیم رئیسي پرون د هیواد د قضايي مسئولانو د عالي شورا په غونډه کښې د نور سټیلائیټ په کامیابې توغونې کښې د سلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د اقدام په قدرونې سره دغه کار د علم او ټیکنالوجۍ په برخه کښې د تولید د ترقۍ یوه ځلا او د هیواد لپاره یو اقتدار پنځونکې اقدام وباله او ويې ویل: په دې روحیې باندې په تکیې سره په ټولو برخ کښې د تولید د رونق او د اقتصادي ستونزو د کمولو په لړ کښې ګامونه پورته کیدې شي.