2231 پریکړه لیک،د امریکا دوه ګوڼي دریځونه او د روسیې نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89758-2231_پریکړه_لیک_د_امریکا_دوه_ګوڼي_دریځونه_او_د_روسیې_نیوکې
امریکا له ۲۰۱۹کاله راهسې د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې دایران په ضد د وسلو د هغه بندیز د لغوه کولو د مخنیوي په خاطر چې د ملګروملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې په ډاګه په ګوته شوي دي ، خپل خوځښتونه پیل کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 02, 2020 08:45 Asia/Kabul
  •  2231  پریکړه لیک،د امریکا دوه ګوڼي دریځونه او د روسیې نیوکې

امریکا له ۲۰۱۹کاله راهسې د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې دایران په ضد د وسلو د هغه بندیز د لغوه کولو د مخنیوي په خاطر چې د ملګروملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې په ډاګه په ګوته شوي دي ، خپل خوځښتونه پیل کړي دي .

د ډونالډټرمپ  حکومت  په ۲۰۱۸کال کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  وتلو سره سره،په هغو موقعو کې په فرصت غواړي چلند سره چې د هغو ګټې ئې ایجابوي،ددغې نړیوالې ا یټمي موافقې یا ۲۲۳۱پریکړه لیک  په مادو استناد کوي .دا موضوع  په تیره بیا د ایران په ضد دوسلو د بندیزونو د تمدیدولو لپاره  د واشنګټن  دغوښتنې په زمینې کې  مصداق پيدا کړی او د روسیې نیوکې ئې راپارولي دي .

 په دې باب  په ویانا کې  په دیره  نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازي میخائيل اولیانوف دملګروملتو په امنیت شورا کې دایران په ضد د وسلو د بندیز د تمدیدولو لپاره  د امریکا  په هڅې غبرګون ښودلی .هغه باوري دی ، واشنګټن  د ۲۲۳۱پریکړه لیک  په چوکاټ کې دحقوقو د درلودلو  مدعي دی،خو په عین حا ل کې د هغو ژمنو په باب چې ددغې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې ئې لري ،هیڅ ډول بحث نه مطرح کوي .اولیانوف  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،امریکائي چارواکي مدعي دي،امریکا دملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس ځینی حقوق لري،خو(په دغه پریکړه لیک کې)دامریکا دژمنو په باب  چې له حقوقو سره یو ځاي لیکل شوي دي ،هیڅ خبره نه کوي ،په تیره بیا  له هغو اقداماتو څخه د برخمنیدا په باب ، چې  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ژمنو اجرا کمزوري کوي .

امریکا  له ۲۰۱۹کاله راهسې  د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې  دایران په ضد د وسلو د هغه بندیز  د لغوه کولو د مخنیوي په خاطر چې د ملګروملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې په   ډاګه په ګوته شوي دي ،  خپل خوځښتونه پیل کړي دي .په دې باب د ټرمپ دحکومت د لوړپوړو چارواکو په تیره بیا  خارجه وزیر مایک پمپئو ئې پخپلو څرګندونو ،مرکو او ویناؤ کې په کرتو ددغې چارې دپوره کیدا دپائیلو په باب په تیره بیا  په سیمې کې د وسلو دسیالۍ  دپيلیدا په باب  داندیښنې  په ادعا سره  او همداراز له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ د اسلامی ایران  په تورنولو سره  ددغو بندیزونو دتمدیدو غوښتنه کړې ده .دغه چټي ادعاګانې او تورونه  نه دي توانیدلي د ۴+۱ډلېختیځي غړي یعني د روسیېاو چین ملګرتیا ترلاسه کړياو ددغې ډلې لویدیځي غړو يعني د اروپائي  اتحادئې  ټرائيکا (انګلستان ،جرمني اوفرانسې)هم  ددغې ادعا د ملاتړ په ځاي  لازیات په دې زمینې کې اندیښنه ښودلې ده  او په عین حال کې  ئې د وسلو دبندیز دلغوه کولو پشمول د ۲۲۳۱پریکړه لیک  دمادو داجرا په لازموالي ټینګار کړی دی .

په دې توګه د ټرمپ حکومت په دې زمینې کې هم یوازې پاتې شوي او د خپلې غوښتنې د اجرا لپاره ،یعني د ایران په ضد د وسلو دبندیز دلغوه کی دا د مخنیوي لپاره د هیڅ ډول سند او مدرک د نه درلودلو په د لیل ، اوس   په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ارمیکا د لومړني  ګډون په مطرح کولو او د مکانیزم د لیندۍ او هم په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې دامریکا د غړیتوب د استناد پشمول په دې کې  له مطرحو اختیاراتو څخه په برخمنیداپسې  ده، چې دغې بې دلیله  ادعا د امریکا په  داخل کې زیاتې نیوکې راپورته کړي دي .

 په حقیقت کې د ټرمپ د حکومت ادعاګانو او چټي استدلالونوهیڅوک قانع کړي نه دي .په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې دروسیې د استازي میخائيل اولیانوف  ټویټهم دقیقا په همدې باب د ارزونې وړ دی .

 په عین حال کې مایک پمپئود ایران په ضد دوسلو دبندیزو دلغوه کیدا د مخنیوي  لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي دياو دا په داسې حال کې دي چې  حتی د روئيټرز په څير لویديځي سرچینو هم راپور ورکړ ی دی ، چې  احتمالا دغه هلې ځلې به بندون ته ورسیږي .د ټرمپ حکومت په وروستیو شپو ورځو کې د امنیت شورا په یو شمیر غړو کې د یوه هغه پریکړه لیک مسوده  ویشلې ده چې د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو دتمدیدولو غوښتنه پکې شوې ده .  ددغه پریکړه لیک تصویبیدا د امنیت شورا د نهو غړو له پخلا کیدا او د روسیې او چین له خوا ئې له ویټو نه کولو سره مشروطه ده . 

د امریکا حکومت   جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د د رو اروپائي غړو په توګه یوازې د انګلستان،فرانسې او جرمني دملاتړ جلبولوته هیله مند کیدلی شي او دا په داسې حال کې  دي چې په امنیت شوراکې د ویټو دحق لرونکو دوو غړو په توګه  چین او روسیه به ددغو بندیزونو  دتمدیدولولپاره د امریکا له هرډول هڅې سره مخالفت وکړي .بیجینګ او ماسکوپه ډاګه امریکا ته د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو د چورلټې لغوه کیدا لپاره خپله غوښتنه اعلان کړې ده . په دې توګه  دامریکا یو اړخیز پالنه به یو ځل بیا له سترې ماتې سره مخامخ شي .

Image Caption