روحاني: د کورونا د ویروس خپریدل، نړیوال سیاستونه تر پوښتنې لاندې راوستې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89788-روحاني_د_کورونا_د_ویروس_خپریدل_نړیوال_سیاستونه_تر_پوښتنې_لاندې_راوستې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې بیان سره چې د کورونا د ویروس خپریدل، نړیوال سیاستونه تر پوښتنې لاندې راوستې، ټینګار وکړ: نن ورځ ، د نړۍ خلک د امریکا غیر انساني بندیزونه په کلکه غندي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 09:22 Asia/Kabul
  • روحاني: د کورونا د ویروس خپریدل، نړیوال سیاستونه تر پوښتنې لاندې راوستې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې بیان سره چې د کورونا د ویروس خپریدل، نړیوال سیاستونه تر پوښتنې لاندې راوستې، ټینګار وکړ: نن ورځ ، د نړۍ خلک د امریکا غیر انساني بندیزونه په کلکه غندي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني، د کورونا له ناروغی سره د مقابلې او څارنې ملي ستاد په غونډه کښې کورونا له وجهې په نړۍ کښې بدلونو ته په اشارې سره وویل: په نړۍ کښې چې ادعا یې لره د ژوند یوازینې لار، سیمه ایزه او نړیوال اتحادونه دي، هیوادونه اوس د ملتپالنې په لور روان شوي او اتحادونه یې کمزوري شوې دي.
روحاني دې بیان سره چې په امریکا کښې په ځایي او غیر ځایي او د سپین او تور ترمینځه د درملني وخت توپیر شتون لري، زیاته کړه: حتی په اروپایي اتحادیه کښې هم هغه هیوادونه چې په څرګنده ملګرې دي د ماسک په لاسته راوړلو کښې له یو بل سره سیالی کوي.
روحاني په ایران کښې همداشان په کورونا د ککړو شمیر ته اشارې سره وویل: له تیرې شپې روغتونونو ته د ککړو د مراجعې شمیر کم شوی او تر ۳۰۰ رسیدلی دی.