له ضرورتمنو ملتونو سره به د ايران مرستې دوام ولري
(last modified Wed, 06 May 2020 09:07:01 GMT )
May 06, 2020 13:37 Asia/Kabul
  • له ضرورتمنو ملتونو سره به د ايران مرستې دوام ولري

د ايران د خارجه وزارت وياند افغانستان، لبنان او جرمني ته د ايران د اسلامي جمهوريت د طبي سامانونو لېږلو ته په اشارې سره وويل: اسلامي ايران به له ضرورتمنو ملتونو سره مرستو ته هم هغه شان دوام ورکړي.

سيد عباس موسوي نن په خپل يو ټوئيټ کښې په "باهم قويتر" هېشټک سره وليکل، هم هغه ډول چې ايران د کورونا بيمارۍ په کمېدو کښې پرمختګ کړے دے د ايران د بهرنيو چارو وزير قول ورکړے دے چې د اروپا او افريقا په شمول د نړۍ د مختلفو هېوادونولپاره له کووېډ نولس بيمارۍ سره اوړوند آلات او سامانونه تامين کړي.

په تېرو ورځو کښې ايران افغانستان، لبنان او جرمني ته د کورونا وائرسو له تشخيص سره اړوند آلات او سامانونه ولېږل.