امریکا باید له ایټمي موافقې د وتلو ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89963-امریکا_باید_له_ایټمي_موافقې_د_وتلو_ځواب_ورکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: قانون ماتونکې بدماشي د ملګرو ملتو اعتبار په خطر کښې اچوي او نړیواله صلحه او امنیت ګواښي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 01:41 Asia/Kabul
  • امریکا باید له ایټمي موافقې د وتلو ځواب ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: قانون ماتونکې بدماشي د ملګرو ملتو اعتبار په خطر کښې اچوي او نړیواله صلحه او امنیت ګواښي.

محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاونټ کښې په برجام(ایټمي موافقه) کښې د امریکې د مشارکت د بندیدو له دویمې کلیزې سره هممهاله د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خپل لیږلي لیک ته په اشارې سره یادونه وکړه چې امریکا باید له برجامه د وتلو او د دغې موافقې خلاف ورزۍ ته د نورو د مجبورولو په هکله ځواب ورکړي.

ظریف په دغه لیک کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اوس وخت دی چې امنیت شورا او د هغې غړي د ټولو لورو لخوا د ایټمي موافقې د بشپړې اجرا ضمانت ورکړي، زیاته کړه: د ملګرو ملتو په تاریخ کښې دا وړومبې ځل دی چې د امنیت شورا یو دائمي غړی، نورو غړو حکومتونو ته د امنیت شورا د یو پریکړه لیک د پیروۍ په وجه خبردارې ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د اشان څرګنده کړه: امنیت شورا ته پکار دي چې د امریکې د داشا ن له سپکاوي د ډک کړچار د تکراریدو په لړ کښې د نرمې څارنې پرځاې د ایران د خلکو خلاف د غیرقانوني بندیزونو بیا لګیدل په کلکه وغندي کوم چې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي ده.