مسلمانو هېوادونو ته د آنلائن تعليمي سهولت ورکولو لپاره د ايران چمتووالے
د ايران د ښونې او روزنې وزير مسلمانو هېوادونو ته د آنلائن تعليمي سهولت ورکولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د چمتووالي خبر ورکړ.
محسن حاجي ميرزائي پرون د آئيسسکو غړيو هېوادونو د ښونې او روزنې د وزيرانو په يو غېر معمولي ويډيو کانفرنس کښې چې د کورونا له بحران سره په مخامخېدنه کښې د زدکړو سېسټمونه تر عنوان لاندې او له پنځوسو د زياتو وزيرانو او د نړيوالو ادارو د استازيو په ګډون سره او د غړيو هېوادونو مشکلاتو ته د پام او په دې لړ کښې د بنيادي حل لارو موندلو په هدف سره جوړ شو، وويل: له کورونا بحران سره د مقابلې په خاطر د نړيوالو غږملونکو اقداماتو د اجرا او تجربو د شريکولو لپاره د يوې غږملتيا کونکې ادارې په توګه د ائېسسکو رول ډېر د پام وړ دے.
حاجي ميرزائي واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت د زدکړو په ټپه له اودرېدو نه د مخنيوي لپاره په خپل وړومبني اقدام کښې د مدرسو له تړل کېدو نه پس بې له څه ځنډه د ټولو تعليمي دورو لپاره د ترټولو اسان رسانه اي اوزار په توګه په ورځ کښې ديارلس ګېنټې د زدکړو لائيو او ژوندي پروګرامونه خپرول شروع کړل.
د ايران د ښونې او روزنې وزير همدارنګ د «شاد» نومې د زدکړو د ملي پلېټ فارم جوړولو لپاره د ضروري بېخ بنا د رامنځته کولو د خبر په ورکولو سره وويل،د دغه اپليکېشن اختصاصي مالکيت د ايران د ښونې او روزنې د وزارت په اختيار کښې دے او همدا اوس په آنلائن توګه د ويړيا تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په حال کښې دے.
آئسسکو يا د زدکړو، علمي، سائنسۍ او کلتوري اسلامي اداره چې د اسلامي تعاون له تنظيم سره وابسته ده په 1979 کښې جوړه شوه او اوۀ پنځوس اسلامي هېوادونه د دغې ادارې غړي دي.