د نړیوالې ایټمي موافقې مخالفان دې منطقي چلند وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90107-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_مخالفان_دې_منطقي_چلند_وکړي
فرانسه هم، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ په باب پخپلو دریځونو کلکه ولاړه ده او په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز ختمول به دسیمې دثبات او امنیت لپاره احتمالا اساسی پایلې ولري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 16, 2020 10:04 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې مخالفان دې منطقي چلند وکړي

فرانسه هم، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ په باب پخپلو دریځونو کلکه ولاړه ده او په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز ختمول به دسیمې دثبات او امنیت لپاره احتمالا اساسی پایلې ولري .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی، په ویانا کې په نړیوالو  اورګانونو کې د روسیې  استازي  میخائيل اولیانوف  نن پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي  د جامعې نړیوالې موافقې مخالفان  بې وسه او حتی ګستاخ چلند کوي ، په پیل کې  دوه او درې موردونه د شعار او استدلال په اصطلاح   بیانوي ، خو  کله دغه استدلالونه او شعارونه  کوم ځاي ته ونه رسیږي ،نو  بې دلیله دمقابل لوري سپکاوي ته مخه کوي ، چې ډيره دحیرانتیا خبره ده .

 هغه وئيلي د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  مخالفان  دې  ددغې نړیوالې موافقې  په باب له  غیر منطقي چلندونو لاس په سر شي .

 د روسیې د غه لوړپوړي ډيپلوماټ  وئیلي دي ، واشنګټن په جامعې نړیوالې ایتمي  موافقې کې  د  یوه لوري په توګه  اقدام نشي کولی  ،ځکه له دغې نړیوالې موافقې په یو اړخیز ډول وتلی دی .

 په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې  دایمي استازي  روښانه کړې ده ، امریکا ټينګار کوي ، چې  د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې غړیتوب ئې ساتلی دی ، خو دا یو چټي خیال دی .

داپه داسې  حال کې دی چې د فرانسې  د خارجه وزارت ویندوي آګنس ون ډرمل  هم په یولړ څرګندونو کې د ایران په ضد دملګروملتو د درستو بندیزونو دبیرته ګرځولو لپاره  دامریکا د ګواښونو په غبرګون کې وئيلی دي ،فرانسه، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته  دپابندۍ په باب پخپلو دریځونو کلکه ولاړه ده او په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د ایران په ضد  دملګروملتو  د وسلو   دبندیز  ختمول به دسیمې دثبات او امنیت لپاره  احتمالا اساسی پایلې ولري .