د نړیوالې ایټمي موافقې مخالفان دې منطقي چلند وکړي
فرانسه هم، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ په باب پخپلو دریځونو کلکه ولاړه ده او په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز ختمول به دسیمې دثبات او امنیت لپاره احتمالا اساسی پایلې ولري .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی، په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازي میخائيل اولیانوف نن پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي د جامعې نړیوالې موافقې مخالفان بې وسه او حتی ګستاخ چلند کوي ، په پیل کې دوه او درې موردونه د شعار او استدلال په اصطلاح بیانوي ، خو کله دغه استدلالونه او شعارونه کوم ځاي ته ونه رسیږي ،نو بې دلیله دمقابل لوري سپکاوي ته مخه کوي ، چې ډيره دحیرانتیا خبره ده .
هغه وئيلي د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې مخالفان دې ددغې نړیوالې موافقې په باب له غیر منطقي چلندونو لاس په سر شي .
د روسیې د غه لوړپوړي ډيپلوماټ وئیلي دي ، واشنګټن په جامعې نړیوالې ایتمي موافقې کې د یوه لوري په توګه اقدام نشي کولی ،ځکه له دغې نړیوالې موافقې په یو اړخیز ډول وتلی دی .
په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي روښانه کړې ده ، امریکا ټينګار کوي ، چې د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې غړیتوب ئې ساتلی دی ، خو دا یو چټي خیال دی .
داپه داسې حال کې دی چې د فرانسې د خارجه وزارت ویندوي آګنس ون ډرمل هم په یولړ څرګندونو کې د ایران په ضد دملګروملتو د درستو بندیزونو دبیرته ګرځولو لپاره دامریکا د ګواښونو په غبرګون کې وئيلی دي ،فرانسه، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دپابندۍ په باب پخپلو دریځونو کلکه ولاړه ده او په راتلونکي اکتوبر میاشت کې د ایران په ضد دملګروملتو د وسلو دبندیز ختمول به دسیمې دثبات او امنیت لپاره احتمالا اساسی پایلې ولري .