له ایران سره د چین ملګرتیا قانوني او روا چاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90218-له_ایران_سره_د_چین_ملګرتیا_قانوني_او_روا_چاره_ده
د چین د خارحه وزارت ویندوي د چیني شرکتونو په ضد دخپلو غیر قانوني بندیزونو د لغوه کولو لپاره له امریکاڅخه په غوښتنې سره ټينګار کړی ،پر هیوادونو د زیاتره دباؤ داعمالولو په خاطر د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو دوام له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره دنړیوالې ټولنې له اوسنیو هڅو سره په توپير کې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • له ایران سره د چین  ملګرتیا  قانوني او روا چاره ده

د چین د خارحه وزارت ویندوي د چیني شرکتونو په ضد دخپلو غیر قانوني بندیزونو د لغوه کولو لپاره له امریکاڅخه په غوښتنې سره ټينګار کړی ،پر هیوادونو د زیاتره دباؤ داعمالولو په خاطر د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو دوام له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره دنړیوالې ټولنې له اوسنیو هڅو سره په توپير کې دی .

 ایرنان خبری آژانس راپور ورکړی ، د  چین  دخارجه وزارت ویندوي ژائو لی جیان  بیګا په بیجینګ کې په خبري کنفرانس کې   دایران له ماهان هوائي شرکت  سره د ارتباط په پلمه د امریکا په وسیله په شانګهائي  کې  د یوه چیني شرکت  دبایکاټولو په غبرګون کې  وئيلی دي ، له تهران سره د بیجینګ  ملګرتیا، دنړیوالو قوانینو په چوکاټ  او  په بشپړ ډول روا او قانوني  دي  اوباید  وساتل شي .

 د  چین د خارحه وزارت ویندوي د  چیني شرکتونو په ضد دخپلو غیر قانوني بندیزونو د لغوه کولو لپاره  له امریکاڅخه په غوښتنې سره  ټينګار کړی ،پر هیوادونو د زیاتره  دباؤ  داعمالولو په خاطر  د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو دوام   له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره  دنړیوالې ټولنې  له اوسنیو هڅو سره په توپير کې  دی .

د امریکا دخزانې وزارت  وړمه شپه د چین  د شانګهای سینټ لوجیسټکس  نومې شرکت  په دې ادعا  سره چې   د  ایران د ماهان  الوتکې   له خوا نمایندګي کوي ، د  تور لیسټ په نامې سره  دخپلو بندیزونو لسټ ته ورزیات کړی  دی .