له ایران سره د چین ملګرتیا قانوني او روا چاره ده
د چین د خارحه وزارت ویندوي د چیني شرکتونو په ضد دخپلو غیر قانوني بندیزونو د لغوه کولو لپاره له امریکاڅخه په غوښتنې سره ټينګار کړی ،پر هیوادونو د زیاتره دباؤ داعمالولو په خاطر د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو دوام له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره دنړیوالې ټولنې له اوسنیو هڅو سره په توپير کې دی .
ایرنان خبری آژانس راپور ورکړی ، د چین دخارجه وزارت ویندوي ژائو لی جیان بیګا په بیجینګ کې په خبري کنفرانس کې دایران له ماهان هوائي شرکت سره د ارتباط په پلمه د امریکا په وسیله په شانګهائي کې د یوه چیني شرکت دبایکاټولو په غبرګون کې وئيلی دي ، له تهران سره د بیجینګ ملګرتیا، دنړیوالو قوانینو په چوکاټ او په بشپړ ډول روا او قانوني دي اوباید وساتل شي .
د چین د خارحه وزارت ویندوي د چیني شرکتونو په ضد دخپلو غیر قانوني بندیزونو د لغوه کولو لپاره له امریکاڅخه په غوښتنې سره ټينګار کړی ،پر هیوادونو د زیاتره دباؤ داعمالولو په خاطر د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو دوام له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره دنړیوالې ټولنې له اوسنیو هڅو سره په توپير کې دی .
د امریکا دخزانې وزارت وړمه شپه د چین د شانګهای سینټ لوجیسټکس نومې شرکت په دې ادعا سره چې د ایران د ماهان الوتکې له خوا نمایندګي کوي ، د تور لیسټ په نامې سره دخپلو بندیزونو لسټ ته ورزیات کړی دی .