د بندیز دجنایت عاملان به هم د صدام په څیر برخلیک ولري
دایران د ملت مقاومت،د بې ګناه خلکوپه قتل عام او د ښارونو په ړندو بمباریو کې د صدام لعین جنګي جنایتونه او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ له ماتې سره مخامخ کړې .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دخارجه وزارت نن خرمشهر دآزادۍ د کلیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو او ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا د رژيم بندیزونه په اقتصادي ترهه ګرۍ سره دایران د ولس باندې ړنده بمباري ده ټيڼګار کړی،د بندیزو د جنایت عاملان هم د تاریخ هماغه ځاي ته ځي ، چې دعراق دبعثي رژيم صدام دیکتاتور تللی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي،دایران د ملت مقاومت،د بې ګناه خلکوپه قتل عام او د ښارونو په ړندو بمباریو کې د صدام لعین جنګي جنایتونه او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ له ماتې سره مخامخ کړې .
له ایران سره د عراق په تپلی جنګ کې په ۱۹۸۲کال دبیت المقدس نومې عملیاتو یوه تر مهمه موخه دخرمشهر آزادول ؤ چې دغه ښار د عراق د بعثي رژيم د نیواک له ۵۷۸ ورځو وروسته آزاد شو .