په برجام کښې د شتون په هکله د امریکې ادعا خندونکې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90390-په_برجام_کښې_د_شتون_په_هکله_د_امریکې_ادعا_خندونکې_ده
په ملګرو ملتو کښې د ایران دایمي استازي په ایټمي موافقه کښې د امریکې د شتون په هکله د دغه هیواد ادعا نه یوازې خندونکې بلکې غلطه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 03:23 Asia/Kabul
  • په برجام کښې د شتون په هکله د امریکې ادعا خندونکې ده

په ملګرو ملتو کښې د ایران دایمي استازي په ایټمي موافقه کښې د امریکې د شتون په هکله د دغه هیواد ادعا نه یوازې خندونکې بلکې غلطه وبلله.

مجید تخت روانچي پرون په یو ټویټ کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې دوه کاله مخکښې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایټمي موافقه کښې د خپل هیواد ګډون ختم کړی، ولیکل: اوس د برجام او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د خلاف ورزۍ په دوام کښې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو حتی د ایټمي موافقې د مفادو د اجرا لپاره د جرمانې په تپلو سره وروستی ګوذار هم وکړ.

د ویلو ده چې پمپئو پرون سهار په دوو جلاجلا ټویټري پیغامونو کښې ولیکل چې امریکا په ایټمي موافقې پورې اړوند بایکاټي معافیتونه لغو کوي او د ایران په ایټمي پروګرام پورې په اړوندو دوو ایرانیان باندې بندیزونه لګوي.