د امریکا د ستر قدرت بیلګې د نړیدا په حال کښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90669-د_امریکا_د_ستر_قدرت_بیلګې_د_نړیدا_په_حال_کښې_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي په دې خبرې سره چې د نړۍ د هیوادونو کړچار د بدلیدا په حال کښې دی وویل هغه ټولې بیلګې چې امریکا د ځان په هکله معرفي کولې او نړۍ ته یې غیر حقیقي تصویر وړاندې کاوه د نړیدا په حال کښې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2020 23:29 Asia/Kabul
  • د امریکا د ستر قدرت بیلګې د نړیدا په حال کښې دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي په دې خبرې سره چې د نړۍ د هیوادونو کړچار د بدلیدا په حال کښې دی وویل هغه ټولې بیلګې چې امریکا د ځان په هکله معرفي کولې او نړۍ ته یې غیر حقیقي تصویر وړاندې کاوه د نړیدا په حال کښې دي .

هغه پرون د ایران د دښمانانو په تیره بیا د امریکا ګړندي او زر زوال ته په اشارې سره وویل امریکا په ښکلیو مفاهیمو سره ځان معرفي کاوه خو د دغه هیواد د ټولنې ککړ واقعیتونه چې پټ پاتې وو د ښکاره کیدا په حال کښې دي .

حسین سلامي زیاته کړه امریکا ځان د بشري حقوقو د اقتدار او د ازادۍ ځای ګاڼه خو دغه ټولې بیلګې ونړیدلې او دغه ټولې خبرې پیکه شوې .

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په دې خبرې ټینګار سره چې له فارس خلیج څخه  تر وینزویلا پورې په ازادو اوبو کښې د ایران د کشتیو حرکت کول د ارادې تحمیل او د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار تمرین و وویل نن سبا د ایران ملت د اقتدار او د عزت په اوج کښې دی او له مشکلاتو د وتلو په حال کښي دی .