د ایران په ضد د بندیز لپاره د جمهوري غواړو نوی پلان
په حقیقت کې امریکا تر دې دمه هغه څه چې په توان کې ئې درلودل ، د ایران په ضد ئې ترسره کړي دي او نور د ایران په ضد د لازیاتو دباؤنو د اعمالولو او بندیز لپاره څه خاص مورد پانې شوی نه دی .
شوي دي د کانګرس د جمهوری غواړو په وړاندیزي بندیزونو کې چې په مستقیم ډول ایران په نښه کوي،د ایران په ضد د نړیوالو بندیزونو پخپله د بیرته ستنیدا د نظام فعالیدا،د ایران په ضد دا منیت شورا د وسلو د بندیز تمدیدیدا،د ا سلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا د ځواک د قوماندان جنرال امیر علی حاجي زاده بایکاټ کیدا او دغه راز د ایران د پيټرو کیمیکلز، مالی،دګاډو د جوړونې د برخو او د عمراني پروژو بندیزونو ته اشاره کیدلی شي . .
په دغه پلان کې همداراز د امریکا له حکومته غوښتل شوي دي ، څو د اینسټکس په نامې سره د مالی نظام دې هم بایکاټ کړي اود امریکا د خزانې د وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول له ادارې (اوفک )څخه وغواړي چې د ایران په ضد د بندیزونو د لمن د پراخولو لپاره دې یولړ تمهیدات ولټوي .
د امریکا قانون جوړونکو لیکلي دي،که اروپائي اتحادیه وتوانیږي،په مستقیم ډول له بایکاټ شوو اورګانونو سره مالی مادلاتو ته وارد شي،نو د ایران په ضد د امریکا بندیزونه هیڅ معنا نه لري .
هغه کاري ډله چې دغه وړاندیزي پلان ئې برابر کړی، دامریکا حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د روسیې حکومت دې،د اسلامی انقلاب له سپاه پاسدارانو ،له حزب ا...او طالبانو څخه دملاتړ په دلیل،د ترهه ګرۍ ملاتړی حکومت اعلان کړي .
دغه پلان داسې بې مخینې اړخونه لري،چې لومړي ځل دی،له ایران او په سیمې کې دامریکائي ضد ځینو ډلو څخه د ملاتړ او ورسره د ارتباط په دلیل دروسیې د بایکاټولو غوښتنه پکې شوې ده .داسې ښکاري،د امریکا په واکمن پلاوي کې،جمهوری غواړي ، چې دټرمپ هم ګوندي حسابیږي ، ددې غوښتونکي دي،څود ټرمپ د واکوالۍپه ترټولو وروستي کال کې د امریکا د خارجه و زیر مایک پمپئو په وسیله د مطرح شوو دولسو غوښتنو په چوکاټ کې د امریکا د نارواؤ اوغیرقانونيغوښتنو په وړاندې د تهران د تسلیمولو په هیلې سره،په ایران او د هغو د سیمه ایزو اونړیوالو متحدانو باندې تر ممکن حده زیاتره دباؤ وارد کړي .
په عین حال کې ټرمپ هم چې په پیل کې ئې دا خام خیال کاوۀ چې د هراړخیزو دباؤنو په اعمالولو سره د ایران ملت تسلیمولی شي،اوس په دې واقعیّت پوه شوی،چې د ایران په ضد دبې مخینې بندیزي اقداماتو سخته اجرا کیدا،دایران د مثبت ځواب او یا د واشنګټن په وړاندې د دوي دتسلیمیدا لامل شوي نه ده . په حقیقت کې ایران د امریکا د زیاتره دباؤ د سیاست په وړاندې د زیاتره مقاومت سیاست ته مخه کړې ده .
اوس مطرح شوي پوښتنه دا ده چې د ایران په وړاندې د ټرمپ د حکومت ناکامۍ ته په پام سره،اوس جمهوري غواړو په کومې هیلې سره د ایران په ضد د خپلو بندیزونو مفصل او اوږد پلان مطرح کړی دی او دامریکا په کانګرس ئې په تصویبیدو پسې دي ؟
د پام وړ ټکی دا چې په دغه پلان کې ادعا شوې ده ،ایران، د روسیې او چین په اپوټه ،د امریکا په وړاندې ستر یا سټراټيک قدرت نه شمیرل کیږي او دکانګرس جمهوريغواړو استازو ایران،د یوه پام وړ چیلنج په توګه یاد کړی دی .دغه اعتراف ښئ چې د امریکا له خوا له درستو دباؤنو سره سره،ایران توانیدلی دی سیمه ایزاقتدار ترلاسه کړي او په لویدیځي آسیا کې ټاکونکی رول ولوبوي.ممکنه ده په همدې دلیل وي، چې په دغه پلان کې د بندیزونو ټر ټولو وروستيو ډولونو،هغه هیوادونه او ډلې په نښه کړي دي،چې له ایران سره ښې اړیکې لري ، ددې په ترڅ کې چې جمهوری غواړي استازي د ډيموکراټانو په اپوټه چې د ایران په وړاندې د امریکا د ولسمشر دجنګي اختیاراتو د محدودولو غوښتونکي دي،باؤري دي،چې کانګرس باید د جنګي اختیاراتو داسې قانون تصویب کړي،څو ډاډمن شي،چې ولسمشر د ترهه ګروتنظیمونو او موسیسو په وړاندې د هیواد دخوندي ساتلو لپاره له ښکاره اختیاراتو برخمن دی .
داسې بریښي د ایران په ضد دجمهوری پالو دجنجالی بندیزونو پلان ،حتی که په کانګرس کې تصویب شياوټرمپهم ورباندې ټپه ووهي ،او په قانون بدل شي،نو په ایران او د هغه په سیمه ایزو او نړیوالو متحدانو به څه خاص اغیزې ونه شیندي .په حقیقت کې امریکا تردې دمه هغه څه چې په توان کې ئې درلودل،د ایران په ضد ئې ترسره کړي دي او نور د ایران په ضد د لازیاتو دباؤنو د اعمالولو او بندیزلپاره څه خاص مورد پانې شوی نه دی .