د امریکا د ځواب ورکولو وخت اوس رارسیدلی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په امریکا کښې له اعتراض کونکو سره د چلند څرنګوالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ اوس وخت رارسیدلی دی چې نړۍ د بشري حقوقو په زمینه کښې په داخل او خارج کښې د امریکا رژیم د ځواب په ورکولو تمرکز وکړي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې په امریکا کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د سمدستي غونډې د ترسره کیدا د هرکلي په ترڅ کښې وویل سیسټاماټیکه توکمپالنه ، د پولیسو وحشي توب او د سوله ییزو اعتراضونو پرضد تاوتریخوالی یوازې د امریکا رژیم د جنایتونو د یوې (۱) برخې بیانونکی دی .
د امریکا د پولیسو لخوا د تورپوستي ښاریز جارج فلویډ قتل چې د مي د میاشتې په پینځویشتمه (۲۵) نیټه د میڼه سوټا ایالت په مینیا پولیس ښار کښې وشو د داسې پراخو مظاهرو د ترسره کیدا سبب شو چې اوس هم دوام لري .
دغه راز د انګلستان او د فرانسې په شمول په ځینو اروپايي هیوادونو کښې هم د توکمپالنې پرضد د خلکو مظاهرې وشوې خو پولیسو په سخته وځپلې .