ایران د امنیت په موضوع کښې تعارف نه لري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال پاسدار محمد پاکپور وویل د انقلاب ضد کسان او د هغوې ملاتړي پوه شوي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د هیواد دامنیت په موضوع کښې له چا سره تعارف نه لري .
هغه پرون د ایران په لویدیځ کښې دسپاه پاسداران د «اقتدار شهدای کرد مسلمان» د پوځي مانورې د نهايي پړاو د پیلیدا په مراسمو کښې وویل په هر هغه سیمې باندې به چې ترهګر هلته موجود وي ، منظم وي او دیره وي حمله وشي .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور په دې خبرې سره چې د مانورې د ترسره کیدا سیمه د عراق د کردستان سیمې سرحد ته نږدې ده او ممکنه ده ځینې ترهګر له دغه جغرافیې استفاده وکړي او په دغه سیمه کښې شتون پیدا کړي ډاګینه کړه د مانورې په ګیرچاپیر سیمو کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې بریدونه کول د ټروریسټانو او د ورانکارو کسانو له وجود څخه د سیمې د پاکولو په هدف سره د اقتدار شهدای کرد مسلمان د مانورې موخې دي .