د امریکا بندیزونه؛ د کیمیاوي قربانیانو په درمل کښې یو خنډ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91116-د_امریکا_بندیزونه_د_کیمیاوي_قربانیانو_په_درمل_کښې_یو_خنډ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په ټویټر کښې د سردشت کمیاوي چاودنو پېښې ته په اشارې سره وویل: متحده ایالات د غیر انساني بندیزونو له لارې په ایران کې د کیمیاوي قربانیانو ، ایثارګرو او مختلفو ناروغانو د درمل خنډ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2020 03:02 Asia/Kabul
  • د امریکا بندیزونه؛ د کیمیاوي قربانیانو په درمل کښې یو خنډ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په ټویټر کښې د سردشت کمیاوي چاودنو پېښې ته په اشارې سره وویل: متحده ایالات د غیر انساني بندیزونو له لارې په ایران کې د کیمیاوي قربانیانو ، ایثارګرو او مختلفو ناروغانو د درمل خنډ دی.

د عراق بعث رژيم د ۱۹۸۷ کال د جون په اتویشتمه نیټه د ایران سردشت نومې سرحدي ښار باندې کیمیاوي بمونه وورول چې له امله یې ۱۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او له اتو زرو زیات نور سخت زیانمن او زخمي شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د شنبې په ورځ دې ته په اشارې سره چې د ملګرو ملتو د امینت شورا هیڅکله د صدام رژیم ظلمونه و نه غندل، څرګنده کړه: حتی له دې وروستو چې د ملګرو ملتو د هغه وخت مشر په رسمي ډول یو سند کښې نړۍ په ایران باندې د صدام برید تیرۍ اعلان کړ. بیا هم د ملګرو ملتو د امینت شورا د عراق تیرۍ و نه غندلو. چې دا کار، په امنیت شورا کې د واکمن ځواک د چلند حقیقت دی.