اسلامي ایران د کورونا ضد واکسین جوړ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91152-اسلامي_ایران_د_کورونا_ضد_واکسین_جوړ_کړی_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وویل تهران د کورونا ویروس د واکسین د تولیدولو لپاره ډیر اغیزشیندونکي ګامونه اخیستي دي او زر په انسانانو باندې د دغه واکسین د ازمویلو پړاو پیلیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2020 09:12 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د کورونا ضد واکسین جوړ کړی دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وویل تهران د کورونا ویروس د واکسین د تولیدولو لپاره ډیر اغیزشیندونکي ګامونه اخیستي دي او زر په انسانانو باندې د دغه واکسین د ازمویلو پړاو پیلیږي .

هغه نن په تهران کښې د اینټرنیټ له لارې د لویدیځې اسیا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فارمیکس د درملو د نړیوال نندرتون د پیلولو په مراسمو کښې د کورونا ویروس د واکسین د تولیدولو لپاره د ایران د محققانو هڅې ته په اشارې سره وویل په حیواناتو باندې د دغه واکسین ازمویل په بریالیتوب سره ترسره شوي دي او په انسانانو باندې  ژر د دغه واکسین د ازمویلو پړاو پیلیږي .

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي د طبي تجهیزاتو او د درملو په حوزه کښې د داخلي تولیداتو زیاتیدا ته په  اشارې سره وویل د تحریم په سختو شرایطو کښې په ایران کښې هیڅ مریض د خپلو اساسي درملو د برابرولو لپاره له مشکل سره نه دی مخ شوی .

هغه په دې خبرې سره چې ایران د درملو د اغیزشیندونکو او لومړیو موادو په تولیدولو کښې د سیمې یو(۱) قدرتمن هیواد دی وویل نن سبا د پوه بنسټه شرکتونو او د سائینس پوهانو په هڅې سره ایران د درملو د لومړیو موادو یو (۱) تر ټولو ستر صادرونکی دی .