ایران په یمن کې د سعودی ایتلاف نوی جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91547-ایران_په_یمن_کې_د_سعودی_ایتلاف_نوی_جنایتونه_وغندل
له بده مرغه په یمن کی د سعودی ایتلاف جنګی جنایتونه د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او بی پامۍ په سیوره کی ترسره کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2020 09:40 Asia/Kabul
  • ایران په یمن کې د سعودی ایتلاف نوی جنایتونه وغندل

له بده مرغه په یمن کی د سعودی ایتلاف جنګی جنایتونه د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او بی پامۍ په سیوره کی ترسره کیږی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سیا عباس موسوی د یمن په الجوف او الحجه ښارونو کی د واده په دستورو په حمله کی د سعودی ایتلاف نوی جنایتونه چی پکې د څه د پاسه ۲۵ بیګناه ماشومان او میرمنې ووژل شوې ، په کلګه وغندل .

ښاغلی موسوی نن د یمن په شمال د سعودی ایتلاف د هوایی حملې د قربانیانو له پاتې کسانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل له بده مرغه په یمن کی د سعودی ایتلاف جنګی جنایتونه د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او بی پامۍ په سیوره کی ترسره کیږی .

موسوی له نړیوالې ټولنې  او د بشری حقوقو مدافع ټولنو وغوښتل  په هره ممکنه بڼه په یمن کی د سعودی ایتلاف د جنایتونو د دوام مخه ونیسی .