افغانستان ته د هندوستان ډالې شوي غنم ورسیدل
زمونږ خبریال وايي د افغانستان له خلکو سره د هندوستان د ډالۍ شویو غنمو راوړونکي شپږمې (۶) کشتۍ د ایران په چابهار بندر کښې لنګر واچاوه .
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د بندرونو او د هوانورۍ د چارو مسول بهروز اقايي نن وویل د درې سوه پینځه پنځوس (۳۵۰) کانټیرونو په چوکاټ کښې د افغانستان له خلکو سره د هندوستان د ډالۍ شویو غنمو راوړونکي شپږمې(۶) کشتۍ د ایران په چابهار بندر کښې لنګر واچاوه او له دغه کشتۍ څخه غنم خالي کړې شول چې وزن یې کابو اته زره او اته سوه پینځه اویا (۸۸۷۵)ټنه دی .
بهروز اقايي وویل له دې مخکې هم په تیرو څلورو (۴) میاشتو کښې د پینځو(۵) پیټیو په چوکاټ کښې د هندوستان ډالۍ کړې شوي اته دیرش زره او پینځه سوه (۳۸۵۰۰) ټنه غنم د ایران چابهار بندر ته راوړل شوي وو او د میلک او د زرنج سرحد له لارې افغانستان ته انتقال شوي وو .
په سیستان او بلوچستان ولایت کښې چابهار بندر د ایران یوازنۍ اوقیانوسيي بندر دی چې د هند اوقیانوسیې او د مکران سمندر په غاړه کښې پروت دی .
د ایران چابهار بندر د ستراتیژیک موقعیت په دلیل او ازادو اوبو ته د افغانستان ، د ترکمنستان د ازبکستان د تاجیکستان د قیرغیزستان او د قزاقستان په شان د مرکزي اسیا د هیوادونو چې سمندر ته لاره نه لري د لاسرسي ترټولو نږدې لارې په توګه ځانګړی اهمیت لري .