ایران د کورونا ویروس پینځه اغیز شیندونکي درمل لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91567
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د کورونا ویروس په درملنه کښې پینځو(۵) اغیز شیندونکو درملو ته د کورنیو پوه بنسټه شرکتونو او د روغتیا وزارت د لاسرسي خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 18, 2020 12:48 Asia/Kabul
  • ایران د کورونا ویروس پینځه اغیز شیندونکي درمل لري

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د کورونا ویروس په درملنه کښې پینځو(۵) اغیز شیندونکو درملو ته د کورنیو پوه بنسټه شرکتونو او د روغتیا وزارت د لاسرسي خبر ورکړ .

هغه نن د ایران له کورونا  ناروغۍ سره د مبارزې د ملي کمیټۍ په غونډې کښې وویل د درملو له پلوه چې د کورونا ویروس په درملنه کښې اغیز شیندونکي کیدلی  شي په هیواد کښې ډیر ښه کار ترسره شوی او همدا اوس په راتلونکو څو اونیو کښې یو (۱) ډول  درمل بازار ته وړاندې کیږي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه راز په هیواد کښې د واکسین د تولید لپاره د هڅو دوام ته په اشارې سره هیله وکړه په دې زمینه کښې د محققانو هڅه ښې بریاوې ولري .

هغه بیا د ایران د طبي عملې په قدرونې سره وویل د سلامتیا د دفاع د جبهې د انساني ځواک د سلامتیا ، انګیزې او ارامښت ساتل ضروري دي .