د عراق اهل سنت مفتي د امریکا د عسکرو وتل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91710-د_عراق_اهل_سنت_مفتي_د_امریکا_د_عسکرو_وتل_غواړي
المعلومه اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د عراق د اهل سنتو مفتي شیخ مهدي الصمیدعي له خپل هیواد څخه د امریکا د ائتلاف د نیواکګرو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2020 00:49 Asia/Kabul
  • د عراق اهل سنت مفتي د امریکا د عسکرو وتل غواړي

المعلومه اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د عراق د اهل سنتو مفتي شیخ مهدي الصمیدعي له خپل هیواد څخه د امریکا د ائتلاف د نیواکګرو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل د اهل سنتو هر استازي چې له عراق څخه د نیواکګرو عسکرو وتلو ته رایه ورنکړي نو له سني مذهب او عراق سره یې خیانت کړی دی .

د عراق خلکو او چارواکو له ډیر مخکې راهسې په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو د شتون له دوام سره مخالفت اعلان کړی  دی .

د عراق د پارلمان استازیو هم د روان میلادي کال د جنورۍ په پینځمه (۵) نیټه له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د وتلو پلان تصویب کړی و .

په عین حال کښې د امریکا د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د قومندان ځای ناستي کینټ اکمین په عراق کښې د واشنګټن د پوځیانو په سوکه سوکه ډول د شمیر د کمولو او سبا ورځ  د عراق پوځ ته د بسمایه پوځي اډې د ورسپارلو  خبر ورکړ .