ولسمشر روحاني:
د ايران خلق به د دباونو په وړاندې په ګونډو نه شي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر هېواد ته د زيان رسولو لپاره د دښمنانو دسيسو ته په اشارې سره وويل: د ايران خلق د دباونو په وړاندې د ټينګ اودرېدنې لپاره کافي توان او طاقت لري او په ګونډو به نه شي.
ولسمشر حسن روحاني نن له کورونا سره د مبارزې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې وويل: د ايران خلق له بنديزونوو کورونا وائرسو او له هر ستر مشکل سره په مقابله کښې په تعاون او ملګرتيا سره دغه مشکلاتو نرموي او اسانوي.
ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې د بنديزونو او د کورونا له مشکلاتو سره سره له ملي منصوبو څخه پراخه استفاده د ترقۍ په لار کښې د هېواد د تګ ښودنه کوي واضحه کړه؛ راتلونکي ته اميداو تدبير او صحيح منصوبه بندي له مشکلاتو څخه د تېرېدو او غوره راتلونکي ته د رسېدو لپاره دوه مهم عنصرونه دي.
هغه همدارنګ د دريم امام حضرت امام حسين (ع) د وير او ماتم د مراسمو جوړېدو ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې دغه مراسم پکار دے په ټول اسلامي ايران کښې په شانداره توګه او د روغتيائي پروټوکولونو په دقيقه توګه خيال ساتنې سره جوړ شي.
روحاني تاکيد وکړ، ايران د نورو هغو هېوادونو او شيعه مسلمانانو لپاره چې غواړی د امام حسين (ع) د وير مراسم جوړ کړي يوه نمونه کېدې شي.