د غیرقانوني بندیزونو ختمول د مذاکرې وارمخکښې شرط نه بلکې حقیقت دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د کرونا د خپریدو په دې روانو حالاتو کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکې اقتصادي او درملیزې ترهګرۍ ته په اشارې سره وویل: د غیرقانوني بندیزونو ختمول د مذاکرې وارمخکښې شرط نه بلکې حقیقت دی.
ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ایران د پیټرو کمیکل او فولادي صنایعو له تولیدونکو او فعالانو سره په غونډه کښې، په دې خبرې سره چې دښمنانو فکر کوه د ایراني ولس خلاف له بندیزونو او اقتصادي جنګ وروسته به تهران له هغوي سره اړیکې ټینګولو ته مجبور شي، وویل: په تیرو څه باندې دوو کلونو کښې چې د دښمنانو د ډیرو سختو اقتصادي بندیزونو له لګیدو تیر شوې دي، په خپله یې څوڅو وارې د مذاکرې او خبرواترو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي روحاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ټیټروکیمیکل او فولادو د برخو په تولیداتو کښې پرځان بسیاینه د هیواد لپاره مهمه بریا ده، زیاته کړه: که حکومت ویاړ کوي چې د امریکې او د بهرنیو بندیزونو او دباؤنو په وړاندې اودریدلې دی نو دا اودریدنه او مقاومت د ټولو په تیره بیا د فولادو او پيټرکیمیکل په لړ کښې د تولید کونکو، پانګه والو او کار زیږونکو د مرستې او هلوځلو په برکت ممکن شوی دی.
هغه په تیرو اوو کلونو کښې د ایران د پیټروکیمیکل او فولادي محصولاتو د تولید د اندزې دوه چنده کیدل د ایراني تولیدګرانو، ماهرانو، کارپوهانو او کارګرانو د ستر هنر او ارزښتناکو اقدامتو نتیجه وبلله او دغه کار یې وستایه.