د مسافری الوتکې مخه نیولل د امریکا هوائي ترهه ګري ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91845-د_مسافری_الوتکې_مخه_نیولل_د_امریکا_هوائي_ترهه_ګري_ده
له بندیزونو سره سره ، داوراسیا سیمې هیوادونو ته د ایران صادرات ۶۳ فی صده زیات شوي دي او دا ښئ چې دښمن په اقتصادي زمینې کې بریالی نه دی او د ایران اقتصاد ئې نه دی درول شوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 29, 2020 10:27 Asia/Kabul
  • د مسافری الوتکې  مخه نیولل د امریکا هوائي ترهه ګري ده

له بندیزونو سره سره ، داوراسیا سیمې هیوادونو ته د ایران صادرات ۶۳ فی صده زیات شوي دي او دا ښئ چې دښمن په اقتصادي زمینې کې بریالی نه دی او د ایران اقتصاد ئې نه دی درول شوی .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  نن د حکومت دکابینې دغړو په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې د نړیوال کریډور په فضا کې د امریکائي جنګی الوتکو له خوا د ایران دمسافري الوتکې د مسافرانو دژوند په خطر کې  اچول مخینه لري ، زیاته کړې ، د امریکا د حکومت دغه شیطنت، د ایراني ضد سیاستونو د ماتې ښودونکی دی او د دوي لپاره یوازې یوه لاره پاتې ده  او هغه ، دایران خلکو ته د اوښتو تاوانونو جبرانول  او د مقرراتو ،موافقو ،قانون او دحق اجرا ده .

د اسلامی ایران ولسمشر د هوائي چلند دعمومي چارو له نړیوال اورګان ،دملګروملتو له امنیت شورا او درستو  هیوادونو غوښتي ، دامریکا دحکومت له دغه ترهه ګر اقدام سره دې چلند وکړي .

ډاکټر حسن روحاني همداراز د ایران  په ضد دوسلو دبندیزونو د دوام  لپاره د امریکایانو هلوځلو ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، امریکایان د ایران په ضد دیوه پریکړه لیک  دتعقیبولو لپاره له سپینې ماڼۍ د دلال په شان  شپه  او ورځ  هڅې کوي خو تر نن ورځې پورې  ورته هیڅ په لاس نه دي ورغلي  البته که   یوه ورځ پکې بریالي هم شي ، نو ایران به ورته غوڅ ځواب ورکړي .

ډاکټر روحاني په دې خبرې په ټينګار سره چې   دښمن د ایران داقتصادي  ارکانو د نابودولو او د  اقتصاد  د ګډوډولو په لټه کې دی ، وئيلی دي ،  له بندیزونو سره سره ،  داوراسیا سیمې  هیوادونو ته د ایران صادرات ۶۳ فی صده زیات شوي دي او دا ښئ چې  دښمن  په اقتصادي زمینې کې  بریالی نه دی او د ایران اقتصاد ئې نه دی درول شوی . داسلامی ایران ولسمشر په خلکو کې  هره ورځ د پروپيګنډو رامینځةکول  ایران او اسلامی نظام ته د ګوزار ورکولو لپاره   د دښمن یوه بله دسیسه وبلله او وې وئيل ، دهیواد په ختیځ یا لویدیځ کې د کومې سیمې یا ټاپو د خرڅولو  او یا د سینونو، ځنګلونو او غرونو د وقف کولو او یا د خرڅولو په څير  دبې اساسه پروپیګنډو  مطرح کول ،  هیڅ اساس  او بنیاد نه لري او یوازې په خلکو کې د اندیښنو او خپګانونو د رامینځةکولو لپاره  دي . هغه روښانه کړې ، د ایران ولس  په خپلې هوښیارۍ اوځيرتیا سره د دښمنانو درستې دسیسې او آوازې شنډې کړي دي .