دوه اړخیزو ملګرتیاو ته د ایران او عراق اوږدمهاله کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91906-دوه_اړخیزو_ملګرتیاو_ته_د_ایران_او_عراق_اوږدمهاله_کتنه
ښاغلی روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کی د لوی اختر د مبارکی په ویلو سره هیله څرګنده کړه تهران ته د عراق د لومړی وزیر په وروستی سفر کی د دواړو هیوادونو موافقې او فیصلې ژر تر ژره اجرایی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • دوه اړخیزو ملګرتیاو ته د ایران او عراق اوږدمهاله کتنه

ښاغلی روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کی د لوی اختر د مبارکی په ویلو سره هیله څرګنده کړه تهران ته د عراق د لومړی وزیر په وروستی سفر کی د دواړو هیوادونو موافقې او فیصلې ژر تر ژره اجرایی شي .

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د جمعې په ورځ  له خپل عراقی همڅنګ برهم صالح سره په ټیلی فونی خبرو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو او اړیکو له مخکې زیاتې پراختیا لپاره د هڅې په ضرورت ټینګار وکړ .

ښاغلی روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کی د لوی اختر د مبارکی په ویلو سره هیله څرګنده کړه تهران ته د عراق د لومړی وزیر په وروستی سفر کی د دواړو هیوادونو موافقې او فیصلې ژر تر ژره اجرایی شي .

د عراق ولسمشر برهم صالح هم  په دغو ټیلی فونی خبرو کې پر دې په ټینګار سره چی د نړۍ په اوسنیو شرایطو او کرونا ناروغۍ په خپریدا کی د سیمې د هیوادونو ترمینځ وحدت او ملګرتیا باید له مخکې زیاته پراخه شی ، جوته کړه  له ایران سره د اړیکو او ملګرتیاو  هر اړخیزه پراختیا  د عراق په بهرنی سیاست کې یو نه داغی کیدونکی اصل دې .

د ایران او عراق د ولسمشرانو څرګندونې په هغو مهمو ټکیو بیا ټینګار دې چی د رهبرۍستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  تهران ته د عراق د لومړی وزیر الکاظمی په وروستۍ کتنې کې  د پام وړ وګرځیده .

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په  کتنې کې  له هغه  هر ډول هغه اقدام سره  دایران مخالفت ته په اشارې سره چې  دعراق د حکومت دکمزورتیا لامل کیږي ،  وويل  هغه څه چې د اسلامی ایران لپاره په دوو اړخیزو اړیکو کې  ډير اهمیّت لري ، په عراق کې د شرائطو ښه کیدا، سیمه ایز اقتدار ، عزت، امنیت ګټې  او ثبات  دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې دعراق په باب د امریکایانو لیدتوګه سمه د ایران په مقابل کې ده ، روښانه کړه ایران له امریکا سره د عراق داړیکو په باب هیڅ دخالت نه کوي ، خو تمه لري ،عراقي دوستان امریکا وپيژني او پوه دې شي ، چې په هر یوه هیواد کې دامریکا شتون د فساد، ورانکارۍ او او جنایتونو سرچینه ده .

هغوی زیاته کړه امریکا په حقیقی معنا دښمنه ده  او د خپلواکه ، پیاوړی او د اکثریتی رایو لرونکی حکومت غوښتونکی نده .

په دغو څرګندونو کې مهم ټکې د ایران او عراق د اړیکو په پیاوړتیا چی سټراټیجیکې ته لوړې شوی دي ، ټینګار دې .

په دې اساس  ثبات لرونکې  ، له اقتصادی پراختیا برخمن او امن عراق د اسلامی ایران د سترو سیاستونو په لومړیتوبونو کی شامل دی . په امنیتی سویه هم ایران له عراقه بښبړه ملاتړ کوی او عراق او سیمې ته یې د امنیت او ثبات په ستنولو کی مهم رول درلودلی دې .

همدغو حقیقتونو ته په پام سره ده چی د عراق لومړی وزیر د رهبرۍ له ستر مقام سره په کتنه کې داسلامی انقلاب له ستر لارښود سره  لیده کاته یو ستر سعادت وبالۀ او په بیلابیلو وختونو په تیره بیا له داعشي تکفیریانو سره د جنګ په پړاؤ کې ئې   دایران د ملاتړونو او دریځونو په قدرونې سره  وويل ، دعراق ولس به هیڅکله هم دایران مرستې هیرې نه کړي  او  واقعیّت دادی چې  له تکفیریانو سره په جنګ کې د عراقیانو او ایرانیانو وینه سره  اخښل شوي ده .

په عراق کی د سیاسی چارو کارپیژاندی او شناندی وایل الرکابی باوری دې ، له عراقه په دفاع په تیره بیا له داعش ترهه ګرې ډلګۍ سره په جنګ کی  له دغه هیواده د اسلامی ایران دریځونه سبب شوی چی دغه مسلمان ګاونډې د عراق په تر ټولو صادق او ډاډمن ملګری بدل شی .

له اقتصادی اړخه هم تهران ته د عراق د لومړی وزیر په سفر کی تر شل میلیارډ ډالرو پورې د تجارتی تبادلاتود زیاتولو په اړه موافقه شوی ده . ایران حاضر دمه د عراق د ګازو او بریښنا مهم تامینونکې دې ، هماغه ډول چی د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په خبرو کی ټینګار وشو دغه ملګرتیاوې په نورو زمینو کی هم پیاوړی کیدلې شي .