ایران د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې بریالی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91956-ایران_د_دښمنانو_د_دسیسو_په_شنډولو_کې_بریالی_دی
د اسلامی ایران ولسمشر دهیواد په لوي اقتصاد کې د پلان شوي لارې نقشې ته په اشارې سره وئیلي دي ، داقتصادي جنګ په تپلو کې د دښمنانو اصلي موخه ، دهیواد په مدیریّت کې لړزانتیا او ګډوډیو رامینځة کول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2020 10:41 Asia/Kabul
  • ایران د  دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې بریالی دی

د اسلامی ایران ولسمشر دهیواد په لوي اقتصاد کې د پلان شوي لارې نقشې ته په اشارې سره وئیلي دي ، داقتصادي جنګ په تپلو کې د دښمنانو اصلي موخه ، دهیواد په مدیریّت کې لړزانتیا او ګډوډیو رامینځة کول دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامي ایران ولسمشردهیواد د اقتصادي فرصتونو اوچیلنجونو په بیانولوسره وئيلي دي،ایران په تیرو دوو کلونو کې د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې ستربریالیتوبونه ترلاسه کړي دي .

ډاکټر  حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملونکي کمیټې په ناستې کې  روښانه کړې ده ،  دهیواد  اقتصادي واقعیّتونه ددې ښودنه کوي، چې د هیواد په درستو ارکانو کې د غږملتیا او اقتصادي ظرفیّتونو او توانمنیو څخه  په استفادې او په مدیریّت کې په انسجام  او د غږمله پروګرامونو په  اجرا سره ،  په اقتصادي جنګ کې  دبهرنیو دښمنانو دزیاتره دباؤ له امله  په بې مخینې تنګڅو کې  هم بریالی کیدلی شو.

 د اسلامی ایران ولسمشر دهیواد په لوي اقتصاد کې  د پلان شوي لارې نقشې ته په اشارې سره وئیلي دي،د اقتصادي جنګ په تپلو کې د دښمنانو اصلي موخه ، دهیواد په مدیریّت کې لړزانتیا او ګډوډیو رامینځة کول دي .

 ډاکټر روحاني  وئیلي دي ،دښمنانو تمه درلوده ، د دوي دغیر انساني بندیزونو د اعمالولو له امله  د محدودیّتونو او د کرونا ویروس له خوریدا وروسته،د هیواد اقتصاد له ډيرو ټيټو هسکواو نه کنټرولیدونکي وضعیّت سره  مخامخ  او د ځوړتیا په لور لاړشي ، خو په دغې دسیسې کې هم ناکام شوي او  بیا به بې شرمه او نهیلي شي .