ایران د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې بریالی دی
د اسلامی ایران ولسمشر دهیواد په لوي اقتصاد کې د پلان شوي لارې نقشې ته په اشارې سره وئیلي دي ، داقتصادي جنګ په تپلو کې د دښمنانو اصلي موخه ، دهیواد په مدیریّت کې لړزانتیا او ګډوډیو رامینځة کول دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامي ایران ولسمشردهیواد د اقتصادي فرصتونو اوچیلنجونو په بیانولوسره وئيلي دي،ایران په تیرو دوو کلونو کې د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې ستربریالیتوبونه ترلاسه کړي دي .
ډاکټر حسن روحاني نن د حکومت د اقتصادي غږملونکي کمیټې په ناستې کې روښانه کړې ده ، دهیواد اقتصادي واقعیّتونه ددې ښودنه کوي، چې د هیواد په درستو ارکانو کې د غږملتیا او اقتصادي ظرفیّتونو او توانمنیو څخه په استفادې او په مدیریّت کې په انسجام او د غږمله پروګرامونو په اجرا سره ، په اقتصادي جنګ کې دبهرنیو دښمنانو دزیاتره دباؤ له امله په بې مخینې تنګڅو کې هم بریالی کیدلی شو.
د اسلامی ایران ولسمشر دهیواد په لوي اقتصاد کې د پلان شوي لارې نقشې ته په اشارې سره وئیلي دي،د اقتصادي جنګ په تپلو کې د دښمنانو اصلي موخه ، دهیواد په مدیریّت کې لړزانتیا او ګډوډیو رامینځة کول دي .
ډاکټر روحاني وئیلي دي ،دښمنانو تمه درلوده ، د دوي دغیر انساني بندیزونو د اعمالولو له امله د محدودیّتونو او د کرونا ویروس له خوریدا وروسته،د هیواد اقتصاد له ډيرو ټيټو هسکواو نه کنټرولیدونکي وضعیّت سره مخامخ او د ځوړتیا په لور لاړشي ، خو په دغې دسیسې کې هم ناکام شوي او بیا به بې شرمه او نهیلي شي .