محمد جواد ظريف:
د امريکې او اسرائيلو ايټمي وسلې زمونږ سيمه ګواښي
د ايران د بهرنيو چارو وزير په دويم نړيوال جنګ کښې د امريکې لخوا د هيروشيما د ايټمي بمبارۍ د جنايت د کليزې په مناسبت د نړۍ د ايټمي خپسې د ختمولو غوښتنه وکړه.
محمد جواد ظريف پرون د دويم نړيوال جنګ په وروستيو ورځو کښې د جاپان په هيروشيما ښار باندې د امريکې د ايټمي حملې د پينځه اويايمې کليزې په مناسبت په يو ټوئيټ کښې وليکل: ۷۵ کاله پخوا په داسې يوه ورځ امريکه د ايټمي وسلو يوازېنۍ استعمالونکې په توګه وړومبنۍ بدنامۍ ته اورسېده چې دغه وسلې يې د بې ګناه خلقو په خلاف استعمال کړې.
محمد جواد ظريف دې ته په اشارې سره چې صهيونېسټ رژيم د اېشيا په لويديځه سيمه کښې ترټولو ستر ايټمي وسلې لرونکے دے تاکيد وکړ، نن د امريکې او اسرائيلي رژيم ايټمي وسلې زمونږ سيمه ګواښي.
د ايران خارجه وزير همدارنګ په نړۍ کښې د ايټمي وسلو د توليدولو او ذخير کولو د خاتمې په غوښتنې سره واضحه کړه، د ايټمي خپسې ختمولو او د ټولو لورو لخوا د ايټمي وسلو د نابودۍ پاليسي مودې اوشوې چې د زوړوند په حال کښې ده.