ایران کښې ۲ لاکه ۸۲ زره کسان له کرونا ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92114-ایران_کښې_۲_لاکه_۸۲_زره_کسان_له_کرونا_ښه_شوي_دي
د ایران د روغتیا وزارت ویاندې نن په ټول هیواد کښې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د کابو دوو زرو نورو کسانو د ککړیدو او د څه باندې دوه لاکه او دوه اتیا زرو د ښه کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 08, 2020 11:43 Asia/Kabul
  • ایران کښې ۲ لاکه ۸۲ زره کسان له کرونا ښه شوي دي

د ایران د روغتیا وزارت ویاندې نن په ټول هیواد کښې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د کابو دوو زرو نورو کسانو د ککړیدو او د څه باندې دوه لاکه او دوه اتیا زرو د ښه کیدو خبر ورکړ.

سیما سادات لاري نن په ایران کښې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو د تازه احصائیو په هکله وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په هیواد کښې ۲ زره او ۱۲۵ تنه د کوویډ۱۹ نوي ناروغان پيژندل شوي چې ترېنه یو زر او ۴۹ تنه په روغتونونو کښې بستري شوي او د پاتې کسانو ښه حالت ته په پام سره هغوي له ابتدايي درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي.

میرمن لاري په دې خبرې سره چې په ایران کښې د کرونايي ناروغانو ټول شمیر ۳ لاکه ۲۴ زره او ۶۹۲ تنو ته رسیدلې دی، زیاته کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د کوویډ ۱۳۲ تنه ناروغان مړه شوي چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله د مړو ټول شمیر ۱۸ زره او ۲۶۴ ته ورسید.

د ایران د روغیتا وزارت د ویاندې په  وینا تر دې مهاله په هیواد کښې د کرونا ۲ لاکه ۸۲ زره او ۱۲۲ ناروغانو شفا موندلې او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په ټوله نړۍ کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر ۲۰ میلیونو ته کابو شوی دی چې په کښې له ۷ لکه او ۲۴ زرو زیاتو کسانو سرونه بایللي او لږترلږه ۱۲ میلیونه او ۵ لاکه ۶۵ زره ښه شوي دي.