د فارس خلیج ملګرتیا شورا د ناکارندوالي په اوج کې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92141-د_فارس_خلیج_ملګرتیا_شورا_د_ناکارندوالي_په_اوج_کې_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د تهران پرضد د وسلو د بایکاټ د غځولو لپاره د فارس خلیج د ملګرتیا شورا بیانیې ته په غبرګون کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دغه شورا د خپلې ناکارندوالي په اوج کښې ده وویل دغه بیانیه په یواړخیزه ډول او دیکته شوي بڼه خپره شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2020 23:28 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج ملګرتیا شورا د ناکارندوالي په اوج کې ده

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د تهران پرضد د وسلو د بایکاټ د غځولو لپاره د فارس خلیج د ملګرتیا شورا بیانیې ته په غبرګون کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دغه شورا د خپلې ناکارندوالي په اوج کښې ده وویل دغه بیانیه په یواړخیزه ډول او دیکته شوي بڼه خپره شوي ده .

هغه بیګا د ایران پرضد د وسلو د بایکاټ د تمدیدا د غوښتنې په هکله د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د سیکریټریټ لخوا له خپاره شوي خبر وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د دغه شورا د ځینو غړیو هیوادونو په غیر رغنده کړچار خواشینۍ څرګندولو سره وویل د فارس خلیج د ملګرتیا شورا  غیر مسولانه بیانیه په داسې حال کښې په یواړخیزه ډول او په دیکته شوي بڼه صادریږي چې د دغه شورا ځینو غړیو هیوادونو په اقتصادي مشکلاتو کښې هم د وسلو له اخیستلو او د وسلو له جمع کولو لاس نه دی اخیستی او دوې په سیمه او دنیا کښې د وسلو تر ټولو ستر خریداران دي او بې شکه د امریکا ګټو هم په دغو چټي ادعاګانو او کړچار سره په دغو عربو هیوادونو باندې د ډیرو وسلو له خرڅولو سره غوټه خوړلي ده .

عباس موسوي وویل په یمن کښې د بې دفاع ماشومانو او د خلکو وژله د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د ځینو غړیو د غلطو سیاستونو عیني ورایښت دی .