په ایران کې دکرونا د واکسینو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي
د هیواد څیړاندی او پوهان په خپل ټول توان سره په کم وخت کې د ویروس د کنټرولولو لپاره اقدامات ترسره کوي .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی وویل په ایران کې دکرونا د واکسینواو درملو د تولید لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي .
حسن روحانی جوته کړه حکومت د کرونا واکسین او درملو د تولید لپاره په مسولو شرکتونو او پوه بنسټه شرکتونو کې له ایرانی ځوانو متخصصانو ، څیړاندو او پوهانو ملاتړ کوی .
روحانی زیاته کړه د کرونا ویروس خپریدا د مشکلاتو تر څنګ چی خلکو او درملیز کادر لپاره یې رامینخټه کړل ، د علمی تحقیقاتو او څیړنې ډیر ښه فرصت هم برابر کړی دی او د هیواد څیړاندی او پوهان په خپل ټول توان سره په کم وخت کې د ویروس د کنټرولولو لپاره اقدامات ترسره کوي .
روحانی یادونه وکړه چی اسلامی ایران د دنیا له پرمختللیو هیوادونو سره هم مهاله د کرونا ویروس د درملو او واکسینو د تولید په زمینه کی مهم ګامونه پورته کړی دي .