د کورونا ايراني وېکسين ډېر زر د کلينيکل جاجونې مرحلې ته داخليږي
(last modified Thu, 13 Aug 2020 00:39:43 GMT )
Aug 13, 2020 05:09 Asia/Kabul
  • د کورونا ايراني وېکسين ډېر زر د کلينيکل جاجونې مرحلې ته داخليږي

د ايران د روغتيا وزير د انساني آزمائنې له مرحلې څخه د ايراني وېکسينو تېرېدو ته په اشارې سره وويل: دغه وېکسين ډېر زر د کلينيکل جاجونې مرحلې ته داخليږي.

سعيد نمکي پرون په يو خبري ناسته کښې په هېواد کښې د وکورونا د وېکسينو د جوړېدو په باره کښې وويل: د بنيادي پوهې ايراني شرکتونه د کورونا د وېکسين د توليد په لړ کښې د انساني ماډل له څو مرحلو تېر شوي دي.

هغه د دې په بيانولو سره چې په نړۍ کښې د کورونا د وېکسينو په باره کښې لا زياتې خبرې شته زياته کړه، په دې کښې چې ايراني يا د بل يو هېواد وېکسين به څه وخت بازار ت راځي او آيا هغه وېکسين چې بازار ته راځي حفاظتي موده به يې څومره وي شک موجود دے.

د ايران د روغتيا وزير همدارنګ يادونه وکړه، د ايران اسلامي جمهوريت د روغتيا د نړيوالې ادارې په نړيوالې ټولنې کښې هم ګډون کړے دے چې د نړۍ له يو ځايه د کورونا وېکسين وړاندې کړې شي نو دغه وېکسين د خپلو وطنوالو لپاره واخلي.

هغه په دوام کښې دې ته په اشارې سره چې په ايران کښې زياتره افغان مهاجرين معتبر اقامتي کارډونه نه لري، واضحه کړه چې د ايران په روغتونونو کښې ټول افغان کډوال  قبول شوي او په ويړيا توګه يې علاج معالجه شوې ده.

 

ټیګونه