د ایران سمندري ځواک خپل موقعیت تثبیت کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92365-د_ایران_سمندري_ځواک_خپل_موقعیت_تثبیت_کړی_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي له هر ډول تیري او زیات غوښتنې سره د مقابلې لپاره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په څنګ کښې د پوځ دسمندري ځواک شتون ته په اشارې سره وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2020 07:20 Asia/Kabul
  • د ایران سمندري ځواک خپل موقعیت تثبیت کړی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي له هر ډول تیري او زیات غوښتنې سره د مقابلې لپاره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک په څنګ کښې د پوځ دسمندري ځواک شتون ته په اشارې سره وویل

 د ایران سمندري ځواک د هیواد د اوبو په ساتلو کښې خپل مقام تثبیت کړی دی .

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي د پوځ د سمندري ځواک له قومندان امیرالبحر حسین خانزادي سره په کتنې کې وویل په بیلابیلو امنيتي او اقتصادي ډګرونو کښې د اوبلارو او د تیلو او د تجارتي کشتیو د تګ راتګ د پراخوالي اهمیت ته په پام سره د اوبو د جفرافیې د امنیت تامینول یو(۱) نا انکاریدونکی ضرورت دی .

د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر حسین خانزادي هم په دغه کتنې کښې د دفاعي صنعت د ورځې په مبارکې سره وویل سمندري ځواک هغو شرایطو ته په پام سره چې د سپیڅلي دفاع له پړاو څخه یې تراوسه تیر کړي دي او له ظالمانه بایکاټونو تیر شوی دی هڅه کوي د دفاعي صنعت له ټولګې سره په نږدې ارتباط او تعامل سره هره ورځ قدرت شي او وده وکړي .

د اګست د میاشتې یویشتمه (۲۱) نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د دفاعي صنعت ورځ نومول شوي ده .