د تهران په جوماتونو باندې بیرغونه ورپیدل
زمونږ خبریال وايي د جومات د نړیوالې ورځې په درشل کښې دوه سوه یوڅلویښت(۲۴۱) بیرغونه چې القدس لنا شعار ورباندې لیکل شوی دی د تهران ولایت د جوماتونو په ګنبدونو ورپیدل .
د ایران د جوماتونو په چارو باندې د غور مرکز او د تهران ولایت داسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا نن د جومات د نړیوالې ورځې په درشل کښې په ګډې بیانیې کښې وویل د جومات نړیواله ورځ د مسلمانانو په لومړۍ قبلې باندې تیري او الاقصی جومات ته د اوور په اچولو کښې د صهیونیسټ رژیم د خبیثانه اقدام او د نړۍ د مسلمانانو له سپیڅلتیاو او له ګران اسلام سره د دغه ماشوم وژونکي رژیم د دښمنۍ د ژورتیا د ورایښت یادونه کوي .
د اګست د میاشتې یویشتمه (۲۱) نیټه د الاقصی جومات په سوځولو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایت یادونه کوي او دغه ورځ د جومات نړیواله ورځ نومول شوي ده .