د واشنګټن ناروا غوښتنه به هیڅ­کله پوره نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92390-د_واشنګټن_ناروا_غوښتنه_به_هیڅ_کله_پوره_نه_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ټینګار کړ چې واشنګټه به د ایران خلاف خپلې ناروا غوښتنې ته هیڅ­کله ونه رسیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2020 10:15 Asia/Kabul
  • د واشنګټن ناروا غوښتنه به هیڅ­کله پوره نه شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ټینګار کړ چې واشنګټه به د ایران خلاف خپلې ناروا غوښتنې ته هیڅ­کله ونه رسیږي.

سعید خطیب زاده نن په امنیت شورا کښې د امریکې د غیرقانوني اقداماتو او د بدلونونو د وروستي بهیر په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کښې، د امریکې د اقدام د ستر ښودلو لپاره د پردیو رسنیو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: هغوي په دې لټه کښې دي چې وښايي یوازې د امریکې د غوښتنې په طرحې سره بندیزونه بیرته لګي او ایران به د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا له بندیزونو سره مخامخ شي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه، دا په داسې حال کښې دي چې امریکا د داسې کوم اقدام لپاره هیڅ موقعیت نه لري او د نړیوالو حقوقو له قواعدو او اصولو او د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مفادو سره په ټکر کښې په یو اقدام کښې یې د امنیت شورا له پړاویز مشر څخه یوازې (غوښتنه) کړې ده.

هغه څرګنده کړه: د دې غوښتنې د مطرح کولو لپاره د امریکې صلاحت د ایټمي موافقې د ټولو غړو له خوا رد شوی دی او امریکا حتی د خپلو انډیوالانو ترمینځ دومره یوازې شوې ده چې درې اروپايي هیوادونه یې د ایران انډیوالان بللي دي.