له اسرائیلو سره سازباز له اسلام سره خیانت دی
زمونږ خبریال وايي د ټول ایران د جمعې لمانځه خطیبانو له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو شرمونکي موافقه وغندله او ټینګار یې وکړ له اسرائیلو غاصب رژیم سره هرډول سازباز له اسلام او مسلمانانو سره خیانت دی .
د ټول ایران د جمعې لمانځه خطیبانو د جمعې لمانځه په خطبو کښې دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژيم او د متحده عربي اماراتو د موافقې یو(۱) هدف د مقاومت د بهیر څنډې ته کول دي وویل په دغه شرمونکي اقدام سره د مقاومت بهیر نه یوازې کمزوری نه کیږي بلکې په عربي هیوادونو کښې به نور هم پسې پیاوړی شي .
د ایران د جمعې لمانځه خطیبانو له صهیونیسټ رژيم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو له عادي کولود امریکا هدف د پیړۍ د معاملې په لړ کښې وباله او زیاته یې کړه د متحده عربي اماراتو د نفاق د څیرې ښکاره کیدل مثبتې پایلې لري او دغه چاره به په ټولو عربي هیوادونو کښې د اسلامي دیندارۍ او ویښتیا د پیاوړتیا سبب شي ځکه چې صهیونیسټ رژیم د عربو هیوادونو لپاره امنیت نشي راوستلی او د پیړۍ د معاملې شرمونکی پلان ماتي خوري .